د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ د ملیاردرانو شمیر دوچنده شوی


بل ګیتس (چپ) او وارن بفتس
بل ګیتس (چپ) او وارن بفتس

د نړۍ د ډیر بډایو او شتمنو کسانو یو لست چې تازه خپور شوی دی ښیي چې په چین کی د ملیاردرانو شمیر اوس دوه چنده زیات شوی دی. فعلا په چین کی١١٥ تنه ملیارډران دي.

دغه لست چی هرکال یی د امریکی د Forbes نومی مجله چاپوي، ښیي چې سږ کال په چین کی دبیاډو په نوم د انټرنیټ د شبکې ملک روبن لي په ټول چین کې تر ټولو غټ سرمایه دار دی او ډیرې پیسې لري.

خو د نړئ د څو نورو ملکونو دغټو غټو سرمایه دارانو په لست کې یی نوم په ٩٥ نمبر کې واقع دی.

د فوربز مجلې په ټوله نړئ کې د ١،٢١٠ ملیاردرانو لست جوړ کړی و چې ددغې جملې نه یې د پیسو په حساب فقط ١٩٩ کسان په دوهم لست کې شامل شوي دي.

ددغو نوو سرمایه دارانو د جملې نه یې زیاتره د چین، روسیی، هند او برازیل اوسیدونکي دي، چې ٧٩ تنه یې فعلا په مسکو کی ژوند کوي. مسکو اوس د نړۍ د ملیاردرانو پایتخت گڼل کیږي.

په عمومی لست کې د آسیا د ارام سمندر د ساحې د ملکونو ٣٣٢ تنه سرمایه داران ذکر شوي دي. ۴١٣ یې په امریکا او ٣٠٠ یې په اروپا کې دي.

په لست کې تر ټولو غټ سرمایه دار د مکسیکو اوسیدونکی، کارلوس سلم ښودل شوی چې د مخابراتو د څو غټو شرکتونو مالک دی او په دوهم نمبر کې د امریکایي سرمایه دار بیل گیټس نوم راغلی دی.

XS
SM
MD
LG