د لاس رسي وړ اتصالات

ایشیا فونډیشن: راتلونکې ته د افغانانو خوشبیني کمه شوې


د سروې له مخې، ناامنیو، اداري فساد او بې‌کارۍ افغانان مایوسه کړي دي.
د سروې له مخې، ناامنیو، اداري فساد او بې‌کارۍ افغانان مایوسه کړي دي.

د افغانانو د وضعیت په اړه د ایشیا فونډیشن تحقیقاتي مرکز کلنۍ سروې ښيي، چې د افغانستان ډیر خلک راتلونکې ته خوشبینه نه دي.

دا سروې چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ۱۲۶۵۸ افغانانو سره د مرکو له لارې ترسره شوې ښيي، چې ناامنيو، اداري فساد او ډیریدونکې بې‌کارۍ اکثره افغانان مایوسه کړي دي.

په دې سروې کې، چې د ۲۰۱۶ کال په ستمبر میاشت کې ترسره شوې، ۵۳ فیصده نارینه او ۴۷ فیصده ښځې پوښتل شوې دي.

سروې کې ۲۹.۳ فیصده کسانو ویلي، چې افغانستان په سم لور روان دی او راتلونکې ته یې خوشبیني ښودلې ده. د سروې له مخې دا شمیره له ۲۰۰۴ کال راهیسې راتلونکې ته د افغانانو د خوشبینۍ تر ټولو ټیټه کچه ښيي.

امنیت

په افغانستان کې وسله‌والو نښتو او درنو جګړو ته په کتو، نږدې ۷۰ فیصده کسانو ویلي چې د ځان د مصونیت په اړه اندیښمن دي.

د ایشیا فونډیشن د سروې پر بنسټ، ۸۲ فیصده هغه کسان چې د ځان د مصونیت په اړه یې اندیښنه ښودلې د افغانستان په سویل لویدیځو ولایتونو په ځانګړې توګه هلمند کې اوسیږي.

د سروې له مخې د داعش ډلې په اړه د افغانانو پوهاوی په ۲۰۱۶ کال کې زیات شوی دی. ۸۱ فیصده کسانو په دغې سروې کې ویلي چې د داعش ډلې په اړه معلومات لري، دا شمیره په ۲۰۱۵ کال کې ۷۴.۳ فیصدو ته رسیدله.

خو د افغانستان د امنیت لپاره د داعش د ګواښ په اړه د خلکو د اندیښنې کچه په ۲۰۱۶ کال کې راکمه شوې ده. په دغې سروې کې نږدې ۵۰ فیصده کسانو داعش د افغانستان د امنیت لپاره ګواښ ګڼلی، چې دا شمیره په ۲۰۱۵ کال کې ۵۴.۲ فیصده وه.

اقتصاد

د سروې له مخې ۳۶.۶ فیصده کسانو ویلي، چې اقتصادي وضعیت یې خراب شوی، چې دا شمیره په ۲۰۱۵ کال کې ۲۹.۷ فیصدو ته رسیدله.

اکثره کسانو د خپل اقتصادي وضعیت د خرابیدو لامل له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل ښودلی دی.

په افغانستان کې د مخ په زیاتیدونکې بې‌کارۍ سربیره، سږکال له دغه هیواد څخه بهر ته د مهاجرتونو کچه راکمه شوې ده.

په دغې سروې کې نږدې ۳۰ فیصده کسانو له افغانستان څخه بهر ته د تللو لیوالتیا ښودلې، چې دا شمیره په ۲۰۱۵ کال کې نږدې ۴۰ فیصدو ته رسیدله.

د سروې پر بنسټ ۷۱.۲ فیصدو کسانو ویلي، چې د ځوانانو تر ټولو لویه ستونزه بې‌کاري ده او ۵۱.۵ فیصده کسانو ویلي، که ورته زمینه برابره شي خپل هیواد پریږدي.

ښځې

له کور څخه بهر په ځانګړې توګه په دولتي ادارو کې د ښځو د کار په اړه هم د ایشیا فونډیشن تحقیقاتي مرکز افغانان پوښتلي دي.

۷۴ فیصده کسانو د کورنیو خراب اقتصادي وضعیت ته په کتو ویلي، چې باید ښځې هم له کور څخه بهر کار وکړي.

نږدې ۲۰ فیصده کسانو د کورنیو د عوایدو په برخه کې د ښځو ونډه مهمه بللې ده، چې دا شمیره په ۲۰۱۵ کال کې ۲۲ فیصدو ته رسیدله.

د ایشیا فونډیشن تحقیقاتي مرکز په دې سروې کې ۲۵ فیصده ښاري او ۷۵ فیصده کلیوالې کورنۍ تر پوښښ لاندې راوستي او په سروې کې د غلطیو کچه یې ۱.۶ ± فیصده ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG