د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د آسیا د زړه هیوادونو د کنفرانس د غړو سلامشورې


کابل کې د آسیا د زړه د هیوادونو د کنفرانس یوه څنډه
کابل کې د آسیا د زړه د هیوادونو د کنفرانس یوه څنډه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن په کابل کې د آسیا د زړه د هیوادونو سیمه ایزه کنفرانس کې چې د استانبول پروسې نوم ورته ورکړل شوی دی له ګډون کوونکو هیوادونو سره په چین کې ددغه کنفرانس د بلې غونډې د جوړیدو په باب خبرې وکړی.

په چین کې دا جوړیدونکی کنفرانس چې ټاکل شوې د دوو ورځو لپاره به د روانې عیسوي میاشتې په ۳۰مه نیټه د چین په پلازمینې بیجینګ کې جوړ شي، د کنفرانس د غړو هیوادونو سربیره، د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزی هم ورکې ګډون کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند سراج الحق سراج په کابل کې د دې نننۍ مشورتي غونډې په باب خبریالانو ته وویل چې په چین کې د دغه کنفرانس د جوړیدلو یوه اونۍ مخکې یې د آسیا د زړه هیوادونو د کنفرانس د ګډونوالو هیوادونو سفیرانو ته یوه مسوده استولې وه چې نن به په دغې مسودې خبرې پای ته ورسیږي.

سراج الحق سراج وویل " نننۍ غونډه د دې لپاره ده چې د چین غونډې د مسودې او تشکیلاتو پر سر خبرې وشي او اصلي پروسه په ۳۰مه او ۳۱مه نیټه د آسیا زړه هیوادونو په ګډون په چین کې ده، په مسوده کې په ټولیزه توګه پر سیمه ایزو همکاریو ټینګار شوې چې ټول موضوعات لکه اقتصادي برخه، ترانزیت، له تروریزم سره مبارزه، امنیتي ستونزې دا ټول ورکې شامل دي".

دغه راز د غونډې په پیل کې، په کابل کې د چین سفیر ډینګ زي جون وویل چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ورته دوه اونۍ مخکې د بیجنګ د غونډې مسوده لیږلې وه او زیا ته یې کړه چې ورکې یې د یو لړ اصلاحاتو وړاندیز کړی دی.

ښاغلي زي جون وویل" ننې غونډه د بیجینګ قطعنامې جوړولو ته ځانګړې شوې ده، او موږ تیار یو چې ستاسې ارزښتانکې مشورې په قطعنامه کې ځای پر ځای کړو، هغه قطعنامه چې دوه اونۍ مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا جوړه شوې ده".

د دغه کنفرانس له جوړیدو دمخه ټاکل شوې چې افغان ولسمشر اشرف غني احمدزی په خپل لومړي بهرني سفر کې چین ته ولاړ شي او هلته به د چین دولتي چارواکو سره له کتنو وروسته د سین هوا په نوم یو پوهنتون کې وینا وکړي.

له ولسمشر احمدزي سره به په دې سفر کې د دولت یوشمیر لوړ پوړو چارواکو په ګډون د رسنیو یو شمیر استازي، سوداګر او پانګوال هم ملتیا کوي.

د آسیا د زړه هیوادونو کنفرانس شاوخوا درې کاله مخکې په کابل کې د افغان حکومت په ابتکار جوړ شو چې وروسته بیا ورته د استانبول د پروسې نوم ورکړل شو.

په چین کې د راتلونکي کنفرانس د جوړیدو د مخه ورته غونډې په کابل، د ترکیې په استانبول او د قزاقستان په آلماتي کې هم جوړې شوې وې.

په پام کې وه چې دا کنفرانس د روان عیسوي کال په اګست میاشت کې په چین کې جوړ شوی وای خو د افغانستان د ولسمشرۍ د جنجالي ټاکنو له امله د روانې اکتوبر میاشتې وروستیو نیټو ته وځنډول شو.

د آسیا د زړه هیوادونو کنفرانس ۱۴ اصلي غړ ي او ۱۶ ملاتړي غړي لري.

XS
SM
MD
LG