د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد کې د آسیا د زړه د هیوادونو مقدماتي غونډه


iد افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي آسیا د زړه د هیوادونو به د روان کال په وروستیو کې په اسلام آباد کې جوړ شي
iد افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي آسیا د زړه د هیوادونو به د روان کال په وروستیو کې په اسلام آباد کې جوړ شي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د آسیا د زړه د هیوادونو د پنځمې غونډې د جوړیدو لپاره د چمتوالي په لړ کې ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې یوه مقدماتي غونډه جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دې غونډه کې به د روان کال په وروستیو کې په اسلام آباد کې د آسیا د زړه د هیوادونو غونډې لپاره مقدمات برابر شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وایي د افغانستان له اړخه به د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی ددغې غونډې مشري وکړي.

احمد شکیب مستغني وویل "تاسو پوهیږئ هرکال د آسیا د زړه د هیوادونو یا د استنبول د بهیر د بهرنیو چارو وزیران غونډه کوي ټاکل شوې چې په ۲۰۱۵ کال کې دا غونډه په پاکستان کې جوړه شي. د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډو وړاندې درې، څلور ځلې او د اړتیا په وخت له څلورو ځلو زیات د کنفرانس د غړو هیوادونو اوټولنو لوړپوړي چارواکي د دغو غونډو د ښه تنظیم لپاره سره خبرې کوي سبانۍ غونډه هم همدغسې یوه غونډه ده".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د استانبول د کنفرانس په وخت چې تیرکال د اکتوبر په میاشت کې په چین کې جوړ شوی وو، پاکستان د ۲۰۱۵ کال د غونډې کوربه توب منلی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په اسلام آباد کې د دوشنبې د ورځې د غونډې مشري به د اففانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت سکرټر اعزاز احمد چودري په غاړه ولري.

په کابل کې د پاکستان د سفارت له خوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې په سبانۍ غونډه کې به د آسیا د زړه د هیوادونو د کنفرانس د دولسو غړو هیوادونو د استازو سربیره د دغه بهیر شپاړس ملاتړکوونکو هیوادونو استازي او هم د دولسو سمیه ایزو او نړیوالو ټولنو استازي برخه واخلي.

په ۲۰۱۱ کال کې د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي حکومت د افغانستان د حالاتو په باب په سیمه ایزه کچه د تفاهم د زیاتیدو لپاره د آسیا د زړه د هیوادونو یا د استانبول بهیر پیل کړ چې تراوسه ددغه بهیر د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه څلور غونډې جوړې شوي دي.

ددغه کنفرانس وروستۍ غونډه تیرکال د جولاې په میاشت کې په چین کې جوړه شوې وه چې د نورو سربیره جمهوررئیس محمد اشرف غني هم په کې ګډون کړی وو.

تراوسه ددغه بهیر د پنځمې غونډې د جوړیدولو لپاره دقیقه نیټه نه ده ټاکل شوې خو د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونه دا ګڼي چې دا غونډه به د اکتوبر او یا هم د نوامبر په میاشت کې جوړه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په اسلام آباد کې د دوشنبې د ورځې غونډه کې به د بهرنیو چارو د وزیرانو پنځمې غونډې ته اعلامیه هم ترتیب شي.

د کنفرانس د پایلو په هکله شک

د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان که څه هم د بیلابیلو هیوادونو ترمنځ د ناستو جوړیدل بې ګټې نه بولي خو د آسیا د زړه د هیوادونو تیرو غونډو ته په کتنې په اسلام آباد کې جوړیدونکې غونډې ته ډیر هیله من هم نه دي.

د افغانستان اود پاکستان د سیاسي چارو یو کارپوه احمد سعیدي وايي تر هغې چې د هندوستان او پاکستان او د ایران او امریکا ترمنځ لانجو ته د حل لاره نه وي موندل شوي د آسیا د زړه د هیوادونو کنفرانس د افغانستان ستونزو د هوارولو په برخه کې ډیر څه نه شي کولی.

ښاغلي سعیدي وویل "د هندوستان او پاکستان ترمنځ ستونزې د آسیا د زړه د مدیریت لپاره چې ترکیه کومه جاطلبي لري اود ایران او پاکستان ترمنځ چې ګواښونه شته زه باور نه لرم چې ټول ارزښتونه او ټول معیارونه په چټکۍ نتیجه ورکړي ".

ښاغلي سعیدي وویل که نه د ټاپي او کاسا اقتصادي پروژې ډیرې ګټورې پروژې دي چې په پلي کیدو یې سیمه وده کولی شي.

خو د سیاسي چارو دا کارپوه وایي چې امنیت ددغو پروژو په وړاندې یو ګواښ دی.

د افغانستان د چارو یو بل کارپوه او د پوهنتون یو استاد فاروق بشر وایي چې دا غونډې تر ډیره سیاسي غونډې دي چې برخه وال په کې د مسایلو په برخه کې خپل نظریات شریکوي.

د ملي امنیت او ای ایس اي تفاهم لیک

د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې په کابل کې د افغانستان او پاکستان د استخباراتو د ادارو ترمنځ د همکاریو په باب په وروستیو کې د لاسیک شوی تفاهم لیک په سر پیل شوي جنجالونو لا زور اخیستی دي او په دې لړ کې نن د یکشنبې په ورځ ولسي جرګې د افغانستان د ملي امنیت رئیس د دغې جرګې د کورني امنیت کمیسیون ته د توضیحاتو لپاره ورغوښتی وو.

په پارلمان کې د ملي امنیت د رئیس رحمت الله نبیل او د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون د غړو د بندو دروازو شاته د غونډې وروسته د کمیسیون یو شمیر غړو رسنیو ته وویل چې ښاغلي نبیل ورته ویلي چې تراوسه د ملي امنیت د ریاست او د پاکستان داستخباراتو د ادارې آی ایس آی ترمنځ په تفاهم لیک عمل نه دی شوی.

ددغې غونډې وروسته د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون مرستیال عبدالحي آخند زاده خبریلانو ته وویل چې د ملي امنیت رئیس ورته ویلي چې کله هم ددې تفاهم لیک مسوده وروستۍ بڼه واخلي نو د دواړو هیوادونو د استخباراتو د ادارو رئیسان به یې لاسلیک کړي.

ښاغلي آخند زاده وویل "مونږ فیصله وکړه هرچا چې دا تفاهم نامه هرچا چې دغه موضوع پشنهاد کړې ده کې کوم تغیرات راوړي وو چې هغه مشاور د امنیت ملي دی ولسي جرګې ته راوغوښتل شي او ولسي جرګې ته به معلومات ورکړي چې دغې تفاهم نامې ته ولې ده دلچسپي درلوده او ده په کومو مواردو کې تغیر راوستی وو چې امنیت ملي پرې خبر نه وو ".

ښاغلي آخند زاده وویل چې ولسي جرګې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ولسي جرګې ته د وضاخت لپار ورغوښتی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په رسنیو کې ددغې شورا له خوا د افغانستان او پاکستان د استخباراتو د ادارو ترمنځ په تفاهم لیک کې د بدلون د راوستلو په هکله خپاره شوي رپوټونه ناسم بللي دي.

XS
SM
MD
LG