د لاس رسي وړ اتصالات

ایشیا ټایمز آنلاین: پاکستان اته جګپوړي طالبان آزاد کړي


ایشیا ټایمز آنلاین: پاکستان اته جګپوړي طالبان آزاد کړي
ایشیا ټایمز آنلاین: پاکستان اته جګپوړي طالبان آزاد کړي

د ایشیا ټایمز آنلاین ورځپاڼه لیکي چې په افغانستان کې سولې ته یوه نوې موقعې مساعد شوې ده. ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان په جنوب لویدیځو ولایتونو کې لکه کندهار، زابل، هلمند او ارزګان کې چې په اصطلاح د طالبانو قوي مرکزونه بلل کېږي، د مخالفینو پرضد ټول ستر عملیات دریدلي دي په داسي حال کې چې د سولې او پخلاینې بهیر تحرک موندي.

متن: د ایشیا ټایمز آنلاین ورځپاڼه خپل د اپریل د ۸ نیټې په ګڼه کې لیکي چې د افغانستان په جنوب لویدیځو ولایتونو کې د طالبانو پرضد ستر عملیات بند شوي دي. په دې جملې کې زابل، کندهار، هلمند او ارزګان راځي چې د طالبانو قوي مرکزونه بلل کېږي.

ورځپاڼه لیکي چې دا اقدام په داسي حال کې شوی دی چې د افغانستان د سولې نړیوال بهیر تحرک موندي.

ورځپاڼه لیکي چې دا خبره د څو سرچینو له خوا تایید شوې ده چې په کښي د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او په کندهار کې د طالبانو قوماندانان هم شامل دي.

ورځپاڼه لیکي چې د کندهار د ولایت نه یوه ستر طالب قوماندان د ټیلفون له لارې دا تاید کړه چې د ورته نوښت په درشل کې د پاکستان د استخباراتو د سازمان له خوا د طالبانو څو مشران هم د چارشنبې په ورځ آزاد شول چې په کښی ملا منصور دادلله هم شامل دی.

ورځپاڼه لیکي چې کله د آی ایس آی سره په تماس کې شوو چې پر دې مسلې باندي تبصره وکړي، نو هغوي خبرو ته حاضر نه شول.

ورځپاڼه لیکي چې ټول نړیوالو دخیلو برخو او سیمه ایز قدرتونو پر دې موافقه کړې ده چې ترکیه به د طالبانو سره د سولې د بل پړاو کوربه توب وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې د هغه بلي پلا برعکس چې د مذاکراتو په میز کې څو مسلمان ملکونو حضور درلود لکه پاکستان، سعودي عربستان او عربي امارات ، دا واري به د یادشویو ملکونو په ګډون، ټول غټ قدرتونو په کښي حضور ولري لکه د آمریکا متحده ایالات، بریتانیا او هند.

ورځپاڼه د یوه افغان لوړ پوړي چارواکي له قوله لیکي چې د خپل نوم د اخیستو نه یې ډډه وکړه چې نړیوالې قواوې په پام کې لري چې د سږ کال د نیمايي پوري د افغانستان د امنیتي چارو مسولیت و افغانانو ته وروسپاري او خارجي قواوو به یواځي په ښپږو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې فعالیت کوي. همداشان د بې پیلوټه الوتکو حملې به ادامه پیدا کړي چې یاغیان په نښه کړي.

ورځپاڼه د طالبانو د یو لوړ پوړي قوماندان له قوله چې د نوم د اخیستلو نه یې ډډه وکړه لیکي چې وايي زه دا نشم تاییدولای چې د طالبانو مشرتابه د سولې د خبرو دپاره هوکړه کړې ده کنه خو دا یې تاید کړه چې د سولې په بهیر کې او د طالبانو د اشتراک په برخه کې د پام وړ بدلون تر سترګو شوي دي.

ورځپاڼه د عین قوماندان له قوله لیکي چې د جبهې د قوماندان په توګه زه درې مسلې تاییدولای شم. هر کال ناټو د اپریل په میاشت کې د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل په ولایتونو کې یو لړ عملیات ترسره کوي چې نوموړي ولایتونو د مخالفینو د حضور نه پاک کړي، خو سږ کال دا کار ونشو.

دویمه خبره دا چي څو میاشتې مخکي د کندهار چمن پر غځیدلي لویې لاري باندي د ناټو پر نظامي کاروانونو باندي ډیرې حملې کیدې او په تیرو دوو میاشتو کې په دغو حملو کې لږوالی راغلی دی. د دې معنی دا ده چې ناټو د کندهار هوايي ډګر ته نور اکمالات نه انتقالوي.

دریمه خبره دا دی چې پاکستان د طالبانو اته جګپوړي قوماندانان آزاد کړي دي.

ورځپاڼه لیکي چې وضیعت داسي بریښي چې لویدیځو قدرتونو بالاخره پر هغه پلان باندي غور پیل کړ چې د ۲۰۰۹ کال د اګست په میاشت کې د لویدیځو قدرتونو او طالبانو ترمنځ د خبرو په باب و.

ورځپاڼه د افغانستان د حکومت د یوه چارواکي له قوله لیکي چې په عمومي توګه د طالبانو سره د خبرو په برخه کې یو لیدلورې موجود دی.

ورځپاڼه زیاتوي چې دفغانستان حکومت په پیل کې زړه او نا زړه و چې طالبانو ته په ترکیه کې د یوه دفتر د پرانیستلو اجازه ورکړي خو د افغانستان د سولې عالي شورا چې مشري یې د افغانستان د پخواني جمهور ریْس برهان الدین رباني په لاس کې ده، په دې مسلې کې مداخله وکړه او هڅه یې وکړه چې طالبان په ترکیه کې د دې اجازه ولري چې یو دفتر پرانیزي.

ورځپانه لیکي چې د افغانستان په موضوع کې بل لوبعاړی هند دی او پاکستان بالاخره داسي دریځ غوره کړ چې هند کولای شي د افغانستان د سولې د خبرو په بهیر کې حضور ولري.

ورځپانه د هند د یوه جګپوړي امنیتي چارواکي له قوله لیکي چې مونږ د طالبانو نه د افغانستان په حکومت کې د راتلونکې قوې په توګه هرکلی کوو. مونږ غواړو چې د طالبانو سره داسي د ارتباطاتو لړۍ پرانیزو چې د افغانستان نه بیا پر هند باندي حملې ونشي.

ورځپاڼه لیکي چې هند دغه مقصد ته د رسیدو دپاره د طالبانو د وخت د باندنیو چارو د وزیر مولوي عبدالوکیل متوکل او په پاکستان کې د طالبانو د پخواني سفیر ملا ضعیف نه مرسته وغوښته چې نتیجه ته هم ورسید.

ورځپاڼه د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله لیکي چې په ۲۰۱۰ کال کې یې د مارچ په ۳۰ مه نېټه په یوه خبرلیک کې ویلی وو چې دا امکان لري چې هند او طالبان د یوه بل سره روغه جوړه وکړي خو هغه وویل چې زمونږ ګیله دا ده چې هند زمونږ د قدرت پرمهال د شمالي ټلوالې ملاتړ کاوه او اوس د جمهور ريْس حامد کرزی د حکومت ملاتړ کوي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې مونږ پر هند باندي هیڅ ډول حمله نه ده سازماندهي کړې نه مو د پاکستان په استازیتوب پر هند باندي ګزار کړی دی.

ورځپاڼه په پای کې لیکي چې د سولې خبري د ۲۰۰۸ کال راهسي روانې دي خو تراوسه پوري هم د دخیلو خواوو له خوا مجمعوعي همږغي او هماّهنګي نه ده حس شوې چې د طالبانو سره دي څنګه خبري وشي. خو دا بهیر کرار کرار د بدلیدو په حال کې دی په داسي حال کې چې د القاعدې موقف په دې برخه کې بدلون نه دی موندلی.

XS
SM
MD
LG