د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په اسیا کې د همکارۍ د ډیالوګ د ټولنې غړی شو


افغانستان دا غړیتوب کویت ته د ولسمشر کرزي د سفر په ترڅ کې تر لاسه کړ د بهرنیو چارو وزارت وایي ډیر ژر به د سعودي عربستان، پاکستان او افغانستان تر منځ په افغانستان کی د امن لپاره مشورې جدي شي.

د افغانستان ولسمشر د هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره کویت ته په سفر کې افغانستان د اسیایي همکارۍ د دیالوګ د ټولنې غړی کړ. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زی داسي وايي: ،، افغانستان په اسیا کې د همکارۍ د دیالوګ په ټولنه کې غړیتوب تر لاسه کړ او دا ټولنه په ۲۰۰۲ کال کې را منځته شوه چې په اسیا کې د هیوادونو او موجوده سازمانونو تر منځ د فقر د له منځه وړلو ، د تجارت او اقتصادي اړیکو د پراختیا په باب بهتره مشورې او همآهنګی تر لاسه شي.،،

د بهرنیو چارو وزارت کویټ ته د ښاغلي کرزی د سفر دوهم هدف په کابل کې د کویټ د سفارت پرانستل و ښودل. د بهرنیو چارو وزارت وایي د دغه سفارت د پرانسیتلو په هکله د دواړو هیوادونو تر منځ موافقه شوې ده او دا چي له دغه کار سره به له افغانستان سره د کویټ د اقتصادي مرستو او مشورو دروازه هم پرانیستل شي.
خو هغه څه چې په افغانستان کې د بهرنیو پانګه اچولو لپاره تر هر څه زیات اړین دي هغه په افغانستان کې د امن او ټیکاو شتون دی چې د دغه هدف د تر لاسه کېدو لپاره د نړۍ او سیمې ډیرو هیوادونو مرستې ته اړتیا شته دی.

د بهرنیو چارو د وزارت په وینا ډیر ژر به په همدې اړه د افغانستان ، پاکستان او سعودي عربستان تر منځ په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې جدی رنګ واخلي.
موسی زی په دی اړوند وایی: ،، تیره میاشت د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د افغانستان ، پاکستان او سعودي عربستان د بهرنیو چارو معینانو ډیره مهمه غونډه درلوده چې ستر هدف یې د افغانستان دولت او خلکو د سولې هڅې وې. د سعودي عربستان د بهرنیو چارو معین د افغنستان د سولې له هڅو نه خپل ملاتړ اعلان کړ او په دې موافقه وشوه چې ډیر ژر به افغانستان ، پاکستان او عربستان یو له بل سره په دې برخه کې پلو همکاریو او مشورو ته نه یواځی ادامه ورموی بلکه دا به په جدي توګه ادامه ورکوي.

افغان چارواکي وایي په تیرو اتو کالو کې یی هڅه دا وه چې د خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې ولري او په سیمه کې سولی او ټیکاو ته خطر پیښ نه کړي .

په همدی اړه تاکل شوې چې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر پاکستان ته ورشي څو د لته د سولې د راوستلو لپاره د پاکستان سره خپلې خبری پخې کړي. دبهرنیو چارو وزارت په دی هکله وایي: ،، هغه څه چې دا مهال مهم دي دا دي چې پاکستان د خپلو هغو ژمنو لپاره عملي ګامونه پورته کړي چې دلته یې د سولې د راوستلو لپاره کړي دي زموږ هیله دا ده چې دغه سفر یواځي د خبرو نه بلکې عملی ګامونه هم د پاکستان له خوا پورته شي چی افغانستان کی یې د سولی د راوستو لپاره ژمنه کړې ده.،،
افغانستان وایی له امریکا سره په سیمه کې د تروریزم د له منځه وړلو په لاره کې کلکې ژمنې لري چې په دغه لاره کې د سیمې د تولو هیوادونو کړنې ضروري دي خو پاکستان په دغه لار کې لوی لاس لري.

د بهرنیو چارو وزارت وایي پا کستان باید دا مهال داسي شرایط برابر کړي چې د طالبانو هغه مشران چې په پاکستان کې دي وکړای شی دریم هیواد ته ډادمن سفر ولري څو د افغانستان د سولی په خبرو اترو کې برخه واخیستی شي.

بهارت صابر - کابل
XS
SM
MD
LG