د لاس رسي وړ اتصالات

د آسیا د کلیو پراختیا عمومی غونډه کابل کې جوړه شوه


د آسیا د کلیو پراختیا عمومی غونډه کابل کې جوړه شوه
د آسیا د کلیو پراختیا عمومی غونډه کابل کې جوړه شوه

په افغانستان کی د اسیایی هیوادونو د کلیو د هر اړخیزی پراختیا سازمان خپله شپآرسمه غونده په کابل کی جوړه کړه.

دا ۴ ورځنی غونده د اسیایی هیوادونو د کلیو د پراختیا لپاره د تجربو د شریکولو په هدف جوړه شوی ده.

افغانستان هم ددی سازمان چی لنډ نوم یی ( سیردف) دی غریتوب لری او ورسره نور ۱۴ هیوادونه هم ددی سازمان غړی دی.

د افغانستان د کلیو د پراختیا وزیر په وینا افغانستان د سیردپ یا اسیایی هیوادونو د کلیو د پراختیا سازمان کی د ګدون هدف دادی چه د کلیو د پرآختیا لپآره موثری لاری چاری ومومی.

سره له دی چه د افغانستان د کلیو د پراختیا لپاره ددی هیواد د دولت له خوا بیلابیل پروګرامونه لکه د کلیو پراختیایی شورا ګانی دسیمی د پراختیا او کلیو ته د اوبو رسولو او لاری جوړولو پروګرامونه درلودل خود افغانستان د کلیو د پرآختیا وزیر

د جارالله منصوری پّه وینا اوس مهال په افغانستان کی کلی خواره واره پراته دی چه په داسی حالت کی کلیو ته د خوماتو رسول ګرا ن ښکاری ، افغانستان باید ددی کلیو د پراختیا لپآره د کلیو عینی واقعیتونه نړیوالو سره شریک کړی او د پرمختګ لاری یی پیدا کړی.

چارواکی وایی افغانستان اوس مهال لس دوله کلیواله تکنالوجی لری او باید هغه نوری تکنالوژی چه ددی هیواد د کلیو د پراختیا لپآره مهی او ارزښتمندی دی د نړیوالو هیوادونو په مرسته را جلبی کړی او د ګاوندیو هیوادونو له تجربو نه ګته واخلی ځکه د سیمی هیوادونه د طبیعی ورته شرایطو په درلودو سره کولای شی خپلی تجربی هم سره شریکی کړی

ښاغلی منصوری وایی باید د افغانستان د کلیو د پراختیا لپآره افغان ځوانان وروزل شی او په دی لار کی یی د سیردپ سازمان نه وغوښتل تر څو د افغانانو لپاره په هغه هیوادونو کی چه د کلیو د پراختیا په لار کی ښی ځانګړنی ا و تجربی لری د سکالر شیپونو او بورسونو تابیا وکړی تر څو په راتلونکی کی ددی هیواد کلی په راتلونکی کی دا هیواد د کلیو د په برخه کی بهرنیو هیوادونو ته د مرستی لاس اوژد نکړی

د سیردپ یا اسیایی هیوادونو د کلیو د پراختیا سازمان مشر داکتر دریګر فایدل

هم په دی اند دی چه افغانستان کولای شی ددی سازمان له لاری د غړو هیوادونو د کلیو د پراختیا لپاره نوینمونی وپیزنی ا¸د خپل هیواد د شرایطو سره برابر یی عملی کړي.

د سیردپ یا اسیایی هیوادونو د کلیو د هر اړخیزی پراختیا سازمان په ۱۹۷۹ کال کی جوړ شوی او دا مهال د افغانستان په شمول ۱۵ غړی لري.

XS
SM
MD
LG