د لاس رسي وړ اتصالات

یو اسټرالیايي نرس له داعش سره په مرستو محکوم شو


بروکمن وايي سوریې ته د بشري مرستو لپاره تللی و، خو هلته په زوره له اورپکو سره په یو ځای کېدو مجبوره کړل شو.
بروکمن وايي سوریې ته د بشري مرستو لپاره تللی و، خو هلته په زوره له اورپکو سره په یو ځای کېدو مجبوره کړل شو.

په اسټرالیا کې یو نرس د اسلامي دولت له ډلې داعش سره د مرستو له تورونو سره مخامخ دی. داعش هغه ترهګره ډله بلل کیږي چې په عراق او سوریې کې یې پراخې سیمې نیولې او همدغلته ډېره فعاله ده.

په ملبورن کې یوې محکمې د یکشنبې په ورځ، ادم بروکمن، په دوو تورونو محکوم کړ.

لومړی تور دا و چې ده په اګاهانه ډول له یوې ترهګریزې شبکې سره مرسته کړې او دویم تور دا و چې "هغه د مرستې په نیت، د یو کس خدمتونه کړي چې له اسټرالیا د باندې، د تاوتریخوالي په چارو کې برخه واخلي. "

۳۹ کلن بروکمن د جمعې په ورځ له ترکیې څخه اسټرالیا ته راوستل شو، دی تېره اوونۍ له سوریې راستون شو او په خپله یې خپل ځان چارواکو ته تسلیم کړ.

د پنځو اولادونو دغه پلار، په اسټرالیا کې مطبوعاتو ته وویل چې هغه سوریې ته د خیر ښېګڼو د یو ماموریت لپاره تللی و، خو اړ وییستل شو چې د ترهګرو له ډلې سره یو ځای شي او بیا ژوبل شو.

د بروکمن دویمه محکمه به د دوشنبې په ورځ وي.

اسټرالیا کور دننه د پېدا شویو اورپکو له پلوه له یو لړ اندېښنو سره مخامخ ده، په اسټرالیا کې پېدا شویو یو شمېر تندلارو منځني ختیځ ته تللي او د داعش او نورو ترهګرو ډلو په پلوۍ جنګېدلي دي.

پولیسو په بېلا بېلو سیمو کې د ترهګرۍ ضد عملیات کړي دي.

لومړي وزیر ټوني اېبوټ فشار زیات کړی چې د ملي امنیت په تړاو یو لړ نوي قوانین تصویب کړي او همدغه رازد هغه ګام ملاتړ کوي چې اسټرالیایان د دوو هېوادونو د تابعیت له لرلو منع کوي. په اسټرالیا کې ډېر داسې کسان شته چې د اسټرالیا پر تابعیت سربېره د خپل اصلي ټاټوبي تابعیت هم لري چې په اسانۍ سره نورو هېوادونو ته سفرونه کولی شي.

XS
SM
MD
LG