د لاس رسي وړ اتصالات

'ولې د سولې راوستل یوازې د نارینه کار دی'


'ولې د سولې راوستل یوازې د نارینه کار دی'

'ولې د سولې راوستل یوازې د نارینه کار دی'

د ایشیا ټایمز ورځپاڼې په دې وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د سولې د راوستلو په هکله د ښځو په ونډې یو مطلب خپور کړی دی. ټایمز لیکي ایا غواړئ په افغانستان کې د سولې د راوستلولپاره کومه بله چاره هم ولټوئ؟ نو بهتره داده چې دا ځلې یو بلکل نوی شی امتحان کړی او هغه د ملگرو ملتو د امنیت د شورا د ١٣٢٥ نمبر پریکړه لیک تطبیق دی.

ورځپاڼه لیکي چې د غه پریکړه لیک د دوه زرم کال د اکتوبر په ٣١ تصویب شوی او د ښځو لپاره یوستربریالیتوب شمیرل کیږي چې کیدای شي د نړی د سولی او امنیت لپاره ډیراغیزمن وي. ددغه پریکړه لیک په اساس له ښځو نه غوښتل کیږي چې د پریکړو په وخت کې او په برابره توگه په ټولو ابعادو کې برخه واخلي او د منازعاتو په حل او د سولې په راوستلو او بیارغونې کې گډون ولري.

ایشیا ټایمز لیکي، د سولې په راتگ کې د ښځو د فعالې برخه اخیستنې نه پرته هیڅ ډول دوامداره او واقعی سوله هیڅ چیرې به هم حاصله نه شي دا د ملگرو متلو د امنیت د شورا پریکړه ده.

ورځپاڼه لیکي، دا باید په یاد ولرو چې د نړی ډیر ستر او واړه جنگونه یواځې په قدرت کې د گډون له لارې له منځه تللي دي. په زیاترو جنگونو کې نارینه په مذاکراتو کې گډون کړی او هم په همدې جنگونو کې برخه اخیستې ده نو ځکه یې په سوله کې پراخه برخه لرلې ده.

د ایشیا ټایمز ددې مطلب لیکوال لیکي چې د بشري یوه کارکونکي په صفت ما په ډیرو هیوادونوکې چې جگړې په کې ختمې شویدي دا تجربه لرلې ده چې کله جنگونه ختمیږي نو نارینه چې په جنگ عادت دي بیا د ښځو او نجونو پرضد د جگړې یوه جبهه پرانستلې ده. دغه حالت له لایبریا نه واخله تر برما پورې ټولو کې لیدل شوی دی چیرې چې د ښځو بې عفته کیدل، مړینه، او شکنجه نه ده کمه شوې بلکه په کې زیاتوالی هم راغلی دی. نو په دې حساب په دې ملکونو کې د جنگ شرارې دوام لري ځکه واقعي سوله نه ده راغلې.

لیکوال وايي، دده خاص نظر په افغانستان باندی دی او دی پدې هکله ډیر بی صبره ښکاري او د یوعاجل ځواب په تمه دی. ده په افغانستان کې نهه کاله بشری کارونه کړي دي. په دې نهو کلونو کې دده څو همکارې ښځې وې چې په هغو ناروغیو مړې شوېدي چې په نورو هیوادونو کې د حکومت د روغتیایی پروگرامو په سبب په اسانه رغیدلی شي.

د ایشیا ټایمز د ورځپاڼه لیکوال وايي چې دی ددې خبرې لیواله دی چې په افغانستان کې هم د ملگرو ملتو د امنیت د شورا د ١٣٢٥ نمبرپریکړه لیک باید عملي شي. او دی دا وړاندیز امریکایی غټو سړیو، مفکرینو، هڅوونکو او نورو ته کوي کوم چې ددغې مفکورې عملي بڼه ردوي. دوی ددې پریکړه لیک په تیوري ښه پوهیږي خو د عمل په وخت کې ستونزې ویني ځکه د افغانستان ټولنه یوه بیله ټولنه ده. دوی وايي چې افغانی ټولنه یوه دودیزه ټولنه ده او دوی ښځې وروسته له سړیو مني. نو له دې کبله غربیان وايي مونږ د افغانانو دودونو ته درناوی ولرو.

ایشیا ټایمز لیکي، افغانی کلتورهم عنعنوي دی او هم نه دی. دا چې ښځې او نارینه په افغانستان کې سره برابر حقوق ولري دا خبره اوس د یوې پیړۍ په داعیه بدله شویده. شاه امان الله په ١٩٢٠ کلونو کې د نجونولپاره لمړنۍ لیسه پرانستله او داسې یوه محکمه رامنځ ته کړله چې په کې کورني ستونزواو د میړونوپرضد دښځوپه شکایتونو فیصلې کولې. ده د ښځو او نارینه و مساوات اعلان کړ او همدارنگه په څو ودونو بندیز ولگاؤ او د څادریو پرضد اقدامات وکړل. ده په هغوملایانو باندې چې ډیرسخت گیره وو انتقادونه وکړل. خو دده دا اقدامات ددې سبب شول چې پاچاهی له لاسه ورکړي. خو اوس هم افغانان شاه امان الله او دده شجاع ملکه ثریا یادوي چې په خپلو زړورو اقداماتو افغانستان د معاصر ژوند خواته روان کړ.

ایشیا ټایمز لیکي اوس په افغانستان کې که څه هم د حامد کرزي حکومت د لویدیزو ملاتړ لري اوډیر امکانات هم لاس ته راغلي خو د ډیرو څیړونکو او نړیوالو سازمانونو په څیړنه کې معلومه شویده چې د ښځود حقوقو په برخه کې د ده د حکومت لخوا رغنده کارونه نه دي شوي او حتی دده د حکومت په دوران کې د ښځو د حقوقو پرضد ځنې قوانین بحث ته وړاندې کیږي او ښځو ته دا اجازه نه ورکوله کیږي چې د کورني د نارینه و غړو د اجازې پرته بهرته ووځي او د ژوند په چارو کې برخه واخلی. حتی هغه حقونه چې د ملک په اساسی قانون کې راغلي دي هغه هم نه ورکول کیږي. اشیا ټایمز د ځنو رپوټونو په بنیاد دا تجویز وړاندې کوي چې باید پراخ ټولنیز، اقتصادي او تعلیمي فرصتونه ښځو ته چمتو ‍شي چې ډیروخلکو ته د هغوی د نشتوالي په اړه اندیښنه پیدا شویده.

XS
SM
MD
LG