د لاس رسي وړ اتصالات

اتمر کرزي ته د سپکاوي په وړاندې کلک غبرګون ښودلی


اتمر د افغان حکومت لومړنی چارواکی دی چې د افغانستان پخواني ولسمشر ته په یوه غونډه کې د سپکاوي په اړه یې غبرګون ښودلی
اتمر د افغان حکومت لومړنی چارواکی دی چې د افغانستان پخواني ولسمشر ته په یوه غونډه کې د سپکاوي په اړه یې غبرګون ښودلی

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار lمحمد حنیف اتمر د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د سپکاوي په وړاندې کلک غبرګون ښودلی او دا عمل یې د پردیو اجورتي مزدورانو کار بللی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوې اعلامیې کې، پخوانی ولسمشر حامد کرزی د افغانستان په معاصر تاریخ کې یو اغیزمن، تاریخ جوړوونکی او د درناوي وړ شخصیت بللی او هغه ته یې سپکاوی غندلی دی.

په دغې اعلامیې کې د ملي امنیت شورا د مشر محمد حنیف اتمر له قوله ویل شوي، چې حامد کرزی نه یوازې د افغانستان د پخواني ولسمشر په توګه، بلکې د 'ملي زعیم' په توګه هم خلکو، د ملي یووالي حکومت او جمهوري ریاست ته له ځانګړي احترام څخه برخمن دی.

ښاغلي اتمر ویلي، چې پخواني ولسمشر ته سپکاوی د زغم وړ نه دی او زیاته کړې یې ده، چې د دغه راز فعالیتونو دوام به ښې پایلې ونلري.

د ملي امنیت شورا په اعلامیې کې راغلي " د افغانستان ملت او دولت به مزدورو، د افغانستان ضد او پردي پالو کړیو ته اجازه ورنکړي، چې د افغانستان ملي شخصیتونو ته د د سپکاوي او بې احترامۍ په دوام له خپلو بادارانو څخه ناروا سیاسي ګټې ترلاسه کړي".

د تیرې جعې په ورځ د افغانستان د سولې د عالي شورا د پخواني مشر برهان‌الدین رباني په پنځم تلين کې، د غونډې یو شمیر ګنډوالو د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر ضد شعارونه ورکړل او هغه ته یې سپکاوی وکړ.

خو حامد کرزي په خپله وینا کې وویل، چې په افغانستان د بیان د آزادۍ له مخې وګړي حق لري چې خپل نظر څرګند کړي او له هغه کس سره یې چې د ده په خلاف یې شعارونه ورکړي وو، روغبړ وکړ.

په دې غونډه کې د بلخ سرپرست استاد عطا محمد نور او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په دې عمل تاسف څرګند کړ.

پخواني ولسمشر ته سپکاوی د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د غونډو او لاریونونو له لارې په کلکه وغندل شول.

په ورستي غبرګون کې د کندهار په سلګونو اوسیدنکو نن په پرله پسې توګه په دریمه ورځ، پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د شوي سپکاوي په غبرګون لاریون وکړ او د کندهار - هرات لار يې د ترافیکو پر مخ وتړله.

لاریون کونکو پخواني ولسمشر حامد کرزي ته شوی سپکاوی وغانده او ښاغلی کرزی يې د افغانستان د معاصر تاریخ مهمه څیره یاده کړه.

دوی غوښتنه وکړه چي حکومت دې یاده موضوع د عدلي او قضايي ادارو له لاري وڅېړي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق هم په خپلو څرګندونو کې حامد کرزي ته د شوي سپکاوي په وړاندې تُند غبرګون وښود او ویې ویل، چې موږ به د دې عمل پوښتنه وکړو.

XS
SM
MD
LG