د لاس رسي وړ اتصالات

په کانگرس د احتمالي برید مخنیوی وشو


کریستوفر کارنیل چې د اف بي آی په وینا، په "راحیل مهروس عبیده" هم شهرت لري.
کریستوفر کارنیل چې د اف بي آی په وینا، په "راحیل مهروس عبیده" هم شهرت لري.

یو امریکایي چې د اوهایو ایالت اوسیدونکی دی پدې تور توقیف شو چې غوښتل یې د امریکا د کانگرس په ماڼۍ بمي برید وکړي. په رپوټ کې ویل شوي چې دغه ځوان شخص د اسلامي دولت د ډلې څخه د پلوي د اعلان په مقصد غوښتل دغه برید تر سره کړي.

کریستوفر کارنیل چې د اف بي آی په وینا، په "راحیل مهروس عبیده" هم شهرت لري، د چهارشنبې په ورځ د اوهایو ایالت د سنسیناتی ښار د وسلو پلورلو په یو دوکان کې د وسلو اخستو سمدستي وروسته د فدرال پولیسو لخوا ونیول شو.

د کارنیل د فعالیتونو په اړه د اف بي آی یو مخبر د تیر کال راهیسې خپلې ادارې ته معلومات غونډول. درج شوي معلومات ښیې چې مخبر او کارنیل د تیر کال اگست په میاشت کې د تویتر له لارې لمړنۍ رابطه نیولې وه. وروسته دواړو د اکتوبر او نومبر په میاشتو کې یې په همدې سنسیناتي ښار کې مخامخ لیدنه وکړه.

د امریکا د متحده ایالتونو د کانگرس ماڼۍ
د امریکا د متحده ایالتونو د کانگرس ماڼۍ

کارنیل د نومبر میاشتې په لیدنه کې د امریکا استخباراتي مامور ته ویلي و چې د کانگرس غړو ته د دښمن په نظر گوري او غواړي په کانگرس برید وکړي.

د کارنیل په اړه په محکمه کې درج شوي اسناد ښیې چې هغه غوښتل په دوه طریقو د کانگرس په ماڼۍ برید وکړي. یو د ماڼۍ څنگ کې په پایپونو کې بمونه وچوي، او بل کارکوونکي او چارواکي په ډزو ووژني. اسنادو کې ویل شوي چې کارنیل ددی برید دپاره پخپله پیسې هم ټولې کړې وی.

د دوکان خاوند جان دین واېي هغه ډیر حیران شو چې یو مشتريیې دغسي پلان درلود "هغه یو اندازه شرمندوکی و، خو عادي خبرې یې کولې او غیر عادي هیڅ نه برخیده. اصلاً داسی هیڅ څه نه و چې وښیې هغه دې په دی کچه په کوم څه کې ښکیل وي."

په یوې فدرال محکمه کې په کارنیل باندې د وسلو د درلودلو او د امریکا د حکومتي مامورنیو د وژنې د اقدام کولو دعوی ثبت شوه.

ددی مشکوک شخص پلار جان کارنیل پدې باور دی چې اف بي آی د هغه د زوی په ضد کومه دسیسه جوړه کړې چې جومات ته تگ یې هم پکې شامل دی.

هغه وایي " فکر کوم هغوی باید هماغه وخت هغه نیولی وی. که هغې داسی کار یا هرڅه چې یې غوښتل، نو هماغه وخت یې باید توقیف کړې وی. اوس هم لا حیران یم چې څنگه یې وژلی ندی"

د محکمې د اسنادو له مخې، کارنیل داسی پتیلې وه چې په دې برید سره به د اسلامي دولت د ډلې څخه ملاتړ څرگند کړي او هغه د همدې برید په تړاو د امریکا بهر د ځینو کسانو سره په تماس کې و.

XS
SM
MD
LG