د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو کابل کې پر دوو امنیتي بنسټونو هم‌مهاله بریدونه کړي


لومړی برید د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې ته نږدې د موټربم په مټ وشو.
لومړی برید د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې ته نږدې د موټربم په مټ وشو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، وسله‌والو طالبانو نن د کابل ښار په لویدیځ او ختیځ کې پر دوو امنیتي بنسټونو هم‌مهاله ځانمرګي او وسله‌وال بریدونه کړي دي.

افغان مقامات وایي چې په کابل کې د چهارشنبې د ورځې په دوو حملو کې ٢٢ تنه وژل شوي او ١٢٠ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن له غرمې وروسته شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې یو ځانمرګي بریدکوونکي، د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې ته نږدې له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او ورپسې پر وسلو سمبال یو شمیر نور بریدګر چې غوښتل یې حوزې ته دننه شي د امنیتي ځواکونو له خوا محاصره شول.

خبرپاڼه کې راغلي چې لا هم په دې سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ وسله‌والو نښته دوام لري.

د خبرپاڼې له مخې له دغه برید پنځه دقیقې وروسته دوو ځانمرګو بریدکوونکو د کابل ښار په ۱۲مه حوزه کې د ملي امنیت د ۱۹مې حوزې پر امریت برید وکړ.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، یو بریدګر د ملي امنیت د ۱۹مې حوزې امریت مخې ته ورسره چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او دویم بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر پاڼه کې لکیلي، چې په دغه برید کې د افغان ځواکونو ۵ منسوبین ټپیان شوي دي.

خو دغه وزارت پر شپږمې حوزې باندې برید کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس او ویاند ډاکټر وحیدالله مجروح امریکا غږ ته وویل، چې تر دې مهاله په شپږمه حوزه کې د برید له ځای څخه ۴۳ ټپیان او ۱۵ جسدونه د کابل روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د ښاغلي مجروح پر ینا، په سیمه کې د نښتې او د لارو د بندیدو له امله روغتونونو ته د ټپیانو د لیږدولو چارې له خنډ سره مخ شوې دي.

ډاکټر مجروح دغه راز وویل، په دولسمه حوزه کې د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

پخواني معلومات

د کابل پولیس وايي، چې د دغه ښار په لویدیځ او ختیځ کې وسله‌والو طالبانو پر شپږمې او دولسمې امنیتي حوزو باندې هم‌مهاله بریدونه کړي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر احمد مجاهد امریکا غږ ته وویل، د دواړو چاودنو په اړه پولیسو تحقیقات پیل کړي دي.

ښاغلي مجاهد په دغو بریدونو کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه و نه ویل.

لومړنی برید نن غرمه مهال شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې د کابل ښار په لویدیځه څنډه کې شپږمې امنیتي حوزې ته نږدې د موټربم په مټ شوی دی.

د کابل شپږمه امنیتي حوزه د دغه ښار په لویدیځ کې د دارالامان - پل سوخته په سړک کې موقعیت لري.

دویم برید د دغه ښار په ختیځ کې د دولسمې حوزې اړوند د احمدشاه بابا مینې په سیمه کې شوی دی.

د کابل پولیسو د دغه برید د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.

په شپږمه حوزه کې عیني شاهدان وايي، لومړی په شپږمه حوزه کې دننه یوه زوروره چاودنه وشوه او له هغې څو شیبې وروسته د دویمې چاودنې غږ هم واوریدل شو.

د عیني شاهدانو پر وینا له چاودنو وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه اوریدل کیږي.

د پیښې ځای ته غځیدلې لارې د امنیتي ځواکونو له خوا تړل شوې دي.

وسله‌والو طالبانو د دغو بریدونو مسولیت منلی.

د دغې ډلې یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په یو استول شوي بیان کې ویلي، چې د دغو دوو بریدونو سربیره وسله‌الو طالبانو په کابل کې د حربي ښوونځي د جلب او جذب پر مرکز باندې هم برید کړی دی.

طالبانو په دغه بیان کې د افغان ځواکونو منسوبینو ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا، په کابل کې د پاکستان او متحده ایالاتو سفارتونو په ځانگړ پیغامونو کې دغه حملې چې اکثریت قربانیان یې ملکي وگړي دي، غندلي دي.

XS
SM
MD
LG