د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار پر میرویس روغتون برید پای ته رسیدلی


د کندهار د میرویس روغتون یو حوزوي روغتون دی چې د جنوبي ولایتونو د ناروغانو درملنه په کې کیږي.
د کندهار د میرویس روغتون یو حوزوي روغتون دی چې د جنوبي ولایتونو د ناروغانو درملنه په کې کیږي.

د کندهار ولایتي چارواکي وایي ددغه ولایت په مرکزي روغتون باندې د دوو بریدګرو برید له هغوی سره د نږدې دوو ساعتونو جګړې وروسته د بریدګرو او د ملي امنیت د یو مامور په وژلو پای ته رسیدلی دی.

د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې دوو ځانمرګو بریدګرو هغه مهال د کندهار د میرویس په روغتون برید وکړ، چې د افغان امنیتي ادارو ساتونکو ددغه روغتون څخه د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر عبدالباري جهاني او د کندهار د والي د مرستیال عبدالعلي شمسي د لیدنې لپاره ترتیبات نیول.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې بریدګر دوه تنه وو، چې د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.

هغه وویل چې د ملي امنیت یو مامور هم ددغه برید په پیل کې د بریدکوونکو په ډزو وژل شوی دی.

ښاغلي خپلواک وویل " تر دې مهاله په برید کې ناروغانو د ناروغانو پایوازانو او ډاکترانو ته کوم زیان ندی رسیدلی".

د روغتون نوکریوال ډاکتران وايي، چې د ورځي یولس بجې وې چې وسله والو ځانمرګو برید کونکو د روغتون په جراحي وارډ بریدونه پيل کړل.

تر اوسه لا په میرویس روغتون د ځانمرګو برید کونکو د برید هدف څرګند شوی نه دی.

خو دا لومړی ځل دی چې وسله وال ځانمرګي برید کوونکي په دغه ولایت کې په یوه روغتون برید کوي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.

د کندهار د میرویس روغتون یو حوزوي روغتون دی چې د کندهار ولایت د ناروغانو د درملنې ترڅنګ د جنوبي ولایتونو د ناروغانو درملنه هم په کې کیږي.

دغه روغتون د نړیوال سره صلېب له خوا تمویليږي.

د میرویس په روغتون کې د ملکي وګړو او حکومتي سرتیرو تر څنګ په جګړو کې د ټپي شوو دولت د وسله والو مخالفینو درملنه هم کیږي .

په کندهار کې نن سهار د لوی اختر لمونځ د ښار په شمال کې په لویه عیدګاه کې ادا شوو چي د کندهار زرګونه اوسیدونکو او ولایتي چارواکو په کې ګډون کړی وو.

د کندهار روغتیايي مسئولین وايي چې په بیطرف ډول خپل روغتیايي خدمتونه ټولوناروغانو ته پرته له امتیاز څخه وړاندې کوي.

دغه مسولین وایي په دې نه دي پوهیدلي چې ولي په دغه روغتون برید شوی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG