د لاس رسي وړ اتصالات

لوی څارنوال: افغانستان د ښځو لپاره مصئون هیواد نه دی


د افغانستان لویه څارنوالي وایي، په تیرو اتو میاشتو کې یې له ښځو سره د زورزیاتي ۳۷۰۲ پیښې ثبت کړې دي
د افغانستان لویه څارنوالي وایي، په تیرو اتو میاشتو کې یې له ښځو سره د زورزیاتي ۳۷۰۲ پیښې ثبت کړې دي

د افغانستان لوی څارنوالۍ د پنجشنبې په ورځ له دریو وزارتونو او د سیمه ایزو ارګانونو له خپلواکې ادارې سره د ښځو په خلاف د تاوتریخوالي د مخنیوي څلور هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

دا هوکړه لیکونه د ولسمشر غني په حضور کې د لويې څارنوالۍ او د پوهنې، عامې روغتیا او لوړو زدکړو وزارتونو او دغه راز، د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې تر منځ نن په ارګ کې لاسلیک شوې.

د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د دغو هوکړه لیکونو د لاسلیک پر مهال وویل، له ښځو سره د تاوتریخوالي وروستۍ شمیرې ښيي چې افغانستان د ښځو لپاره مصئون هیواد نه دی.

ښاغلي حمیدي وویل "په افغانستان کې تاوتریخوالی یوه ډيره جدي او اساسي ستونزه ده او ورسره د مبارزې لپاره هم موږ باید جدي او اساسي اقدامات او ژمنې ولرو، د تاوتریخوالي له پدیدې سره یوازې جزائي او عدلي او قضايي چلند نشي کولی چې تاوتریخوالی راکم کړي".

په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د دولتي ادارو ترمنځ د همکاریو دا هوکړه لیکونه په داسې حال کې لاسلیک کیږي، چې ټاکل شوې سبا د نومبر میاشتې په ۲۵ نیټه په دغه هیواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شپاړلس ورځنی کمپاین پیل شي.

د دغه کمپاین په درشل کې تیره ورځ افغان ولسمشر د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې وویل، لا هم په دولتي ادارو کې ښځې زورول کیږي، چې دا کار د زغملو نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره په افغانستان کې ځانګړې څارنوالۍ جوړه شوې ده، خو شمیرې ښيي چې د تاوتریخوالي کچه نه یوازې کمه شوې نه ده، بلکې ورځ تر بلې زیاته شوې ده.

د افغانستان د لوی څارنوالۍ د شمیرو له مخې، د روان لمریز کال په تیرو اتو میاشتو کې په دغه هیواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۷۰۲ پیښې ثبت شوې دي.

XS
SM
MD
LG