د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال دوستم د ایشچي په قضیه کې لویې څارنوالۍ ته جلب شوی


د جنرال دوستم دفتر امریکا غږ ته وویل چې د شنبې په ورځ به بیرته د لویې څارنوالۍ جلب دغې څارنوالۍ ته واستوي
د جنرال دوستم دفتر امریکا غږ ته وویل چې د شنبې په ورځ به بیرته د لویې څارنوالۍ جلب دغې څارنوالۍ ته واستوي

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر په داسې حال کې چې د افغانستان د لویې څارنوالۍ له خوا د احمد ایشچي په قضیه کې جنرال عبدالرشید دوسم ته د جلب استول مني، خو د دغې څارنوالۍ دا اقدام غیرقانوني بولي.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د دفتر رئیس عنایت الله فرهمند امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، د لویې څارنوالۍ د کورني او بهرني امنیت د څانګې څخه جلب مخامخ د جنرال دوستم په نوم صادر شوی او د چهارشنبې د ورځې په مازیګر دې دفتر ته رسیدلی دی.

عنایت الله فرهمند وویل چې په متکوب کې له جنرال عبدالرشید دوستم غوښتل شوي چې یا دې جنرال دوستم او یا هم د هغه مدافع وکیل د احمد ایشچي د شکایت پر اساس لویې څارنوالۍ ته حاضر شي.

ښاغلي فرهمند وویل "مونږ دغه مکتوب چې د لویې څارنوالۍ د کورنیو او بهرنیو جرمونو د ریاست له خوا د لومړي مرستیال صاحب په نوم صادر شوی، مونږ د دغسې مکتوب د صادرولو په برخه کې دوی د صلاحیت وړ نه بولو او د اساسي قانون پر خلاف یې ګڼو، پریکړه مو کړې چې دا مکتوب د شنبې په ورځ د رسمیاتو په پیلدو سره بیرته لویې څارنوالۍ ته واستوو".

د جنرال دوستم د دفتر دغه چارواکی وایي، چې لویې څارنوالۍ دا جلب د اساسي قانون د غوښتنو پر خلاف د احمد ایشچي د ادعاو پر بنیاد استولی او له همدې امله دا جلب بیرته لویې څارنوالۍ ته استوي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ د جنرال دوستم د دفتر د رئیس دغو څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی، خو د دغې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي تیره اونۍ د دې دوسیې په اړه امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې ویلي وو چې دا څارنوالۍ د خپلو قانوني صلاحیتونو په چوکاټ کې دا دوسیه څیري.

ښاغلي رسولي وویل " په افغانستان کې هرڅوک د دغه هیواد د اوسیدونکي یا مامور په توګه په هر موقف کې چې وي مکلف دی چې د هیواد نافذ قوانین رعایت کړي، یعنی هغه څه چې د قانون مطابق جرم ګڼل شوی وي، هر څوک په هر موقف او موقعیت کې چې وي، د هغه د عمل پر وړاندې ورته یو لړ مکلفیتونه په پام کې نیول شوي دي ".

د جنرال دوستم د دفتر رئیس د افغانستان د اساسي قانون د ۶۹ مادې له مخې ټینګار کوي چې د جمهور رئیس له دوو مرستیالانو څخه د افغانستان لویه څارنوالۍ پلټنې نه شي کولی.

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر رئیس عنایت الله فرهمند د ادعا له مخې چې ځني کړۍ جنرال دوستم ته د سیاسي دسیسې په جوړولو کارکوي، خو هغه د دغو کړیو نوم وانخیست.

احمد ایشچي ادعا کړې چې د جنرال دوستم له خوا په غیر قانوني توګه په بند کې د ساتلو ترڅنګ د افغانستان د لومړي مرستیال او د هغه د ساتوونکو له خوا بې عزته شوی او جنسي زورونې سره مخ شوی دی.

شاکراحمد قاضي زاده، چې په دې دوسیه کې د احمد ایشچي مدافع وکیل په توګه ټاکل شوی، امریکا غږ سره په مرکه کې د اساسي قانون د ۶۹ مادې په هکله د ښاغلي فرهمند د تعبیر په خلاف د جمهور رئیس دواړه مرستیالان د قانون څخه د سرغړونو په صورت کې قانوني ادارو ته ځواب ورکولو ته مکلف بولي.

ښاغلي قاضي زاده وویل " کیدای شي چې دوی به خپل نظریات ولري، خو مونږ د قانون له مخې پرمخ ځو، مونږ د قانون په خلاف هیڅکله نه یو هیله مو د قانون پلي کیدل دي".

افغان حقوق پوهان هم دا ګڼي چې د افغانستان د اساسي قانون د ۶۹ مادې له مخې لویه څارنوالي تر هغې چې د جمهور رئیس مرستیالان عزل شوي نه وي کومه اداره ورڅخه پلټنې نه شي کولی.

د کابل پوهنتون استاد پوهاند ودیر ساپی هم وایي، د دې لپاره چې د جمهور رئیس مرستیالان د جمهور رئیس سره یوځای په ټاکنو کې برخه اخلي نو ځکه ۶۹ ماده په مرستیالانو باندې هم د تطبیق وړ ده.

خو ښاغلی ساپی وایي، که لویه څارنوالۍ لومړۍ له جمهور رئیس څخه د هغه د مرستیال د عزل غوښتنه وکړي نو بیا له هغه پلټنې کولی شي.

ښاغلي ساپي وویل " ترڅو چې دې برحاله وي، هیڅ مقام د جمهور رئیس د لومړي مرستیال څخه تحقیق نه شي کولی".

جنرال دوستم د اوږدې مودې راهیسې کابل پریښی او د هغه د دفتر د وینا له مخې د جوزجان ولایت په مرکز شبرغانښار کې دیره دی.

XS
SM
MD
LG