د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرالیا: د ټولنیزو رسنیو د څار پریکړه مو کړې


د اسټرالیا حکومت د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د ټولینزو رسنیو د څارنې پریکړه کړیده. حکومت وایي چې د ټولنیزو رسنیو څار به د چارواکو سره د ترهګرو په په نښه کولو کې مرسته وکړي. په دې برسیره به د چارواکو په وینا دوي د اسلامي دولت د ډلې د کرکې پیغامونه هم د ټولنیزو رسنو څخه لیري کړي.

د اسټرالیا حکومت کوښښ کوي چې د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونه د هغه سخت دریځو افرادو مخنیوی وکړي چې کوښښ کوي د انترنیټ د لاري په خپلو ډلو کې اسټرالیايي مسلمانان وګماري.

داسي رپورټونه خپاره شوي دي چې تر اوسه پورې شاو خوا٩٠ اسټرالیایان په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت د ډلې سره یو ځای شوي دي.

د اسټرالیا لوی څارنوال جورج برانډیس وايي چې دغه پلان به یې د ترهګرو هغه کوښښونه ناکامه کړي چې د انترنیت په مرسته ویره خپره کړي. هغه وایي چې دا پریکړه یې د امریکا په سپینې ماڼۍ کې د ترهګرۍ د مخنیوي په تړاو په جوړې شوې غونډې کې کړېده.

نوموړی زیاتوي چې دوي به هر هغه مواد د ټولنیزو رسنیو نه لیري کړي چې په کښي د ترهګرۍ ملاتړ شوی وي "مونږه ټولینزې رسنۍ څارو چې دترهگرۍ مخنیوي وکړو او دوي په ګوته کړو. مونږ غواړو چې هر هغه کس په ګوته کړو چې د ترهگرۍ په هکله پروپاګند کوي."

اسټرالیا وايي چې د ټولنیزو رسنیو د څار دغه پروگرام لپاره به د نړیوال انټرنیت رسونکي پروگرام مرستې ته ضرورت ولري. دوي به په دی برسیره د گوگل او فیس بک نه هم مرسته غواړي

د اسټرالیا د دغه پروگرام په هکله داسې هم ویل کیږي چې کیدای شي د بیان په ازادي منفي اغیز وکړي.

جان لارنس چې د ډیجیټل حقوقو د یوې ادراې سره کار کوی داسې وایی "زه دا فکر کوم چې مونږ د خلکو شخصي فیس بک اکاونټونو ته نه ننوځي، تر څو چې د چا په هکله داسي څه په گوته نشي چې هغه په خپل فیسبوک د ترهگرۍ پروپاګند کوي."

د جنورۍ په میاشت کې د اسټرالیا حکومت یو رپورټ خپور کړې و چې د اسټرالیا نه ځیني پیغلې انجوڼي منځني ختیځ ته سفر کوي چې د اسلامي دولت سره یو ځاي شي.

XS
SM
MD
LG