د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا نن د افغان پناه غوښتونکو په اړه پرېکړه کوي


استرالیا نن د افغان پناه غوښتونکو په اړه پرېکړه کوي

استرالیا نن د افغان پناه غوښتونکو په اړه پرېکړه کوي

د استرالیا مقامات وایی نن یی د افغانستان سره یوه موافقه لاس لیک کړه. ددی موافقی له مخی هغه افغانان چه په استرالیا کی ورته سیاسی پناه ورنکړل شی، هغوی افغانستان ته لیږل کیږی.

استرالیا به ددی موافقی له مخی، چه د مهاجرو له پاره د ملگرو ملتونو عالی کمشنرهم امضا کړیده، د افغانستان سره مرسته وکړی چه هغوافغانانو چه د استرالیا نه بیرته افغانستان ته لیږل کیږی، کابل ته نژدی د کورونو جوړولو د مهارتونو د روزنی پروژه تمویل کړی. استرالیا به همدغه راز د افغانستان سره کومک وکړی چه خپل د پاسپورت سیستم هم سم کړی.

د استرالیا د مهاجرت د چارو وزیر، کریس بووین، وویل، مستحقو مهاجرو ته به دا شرایط برابروی چه په استرالیا کی واوسیږی.

خو ده وویل دا ډیره مهمه ده ، چه هغه کسان چه د مهاجرت په شرایطو برابر نه دی هغوی ، بیرته خپل وطن ته ولیږل شی، چه د بنیادمانو د قاچاق مخه ونیول شی.

د څلور زرو نه زیاتو افغانانو ، د ٢٠٠٨ کال راهیسی په استرالیا کی د سیاسی پناه اخستو لپاره درخواستونه ور کړیدی.

XS
SM
MD
LG