د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرالیا د افغانانو د سپکاوي په خاطر بخښنه غوښتی


اسټرالیا د افغانانو د سپکاوي په خاطر بخښنه غوښتی
اسټرالیا د افغانانو د سپکاوي په خاطر بخښنه غوښتی

د اسټرالیا د دفاع وزیر، سټیفن سمیت، دافغانانو په اړه په افغانستان کې د اسټرالیا د ځینو عسکرو د هغو تبصرو له امله شخصاً د افغانستان د دفاع د وزیر عبدالرحیم وردگ نه بښنه غوښتې ده، چې په انټرنېټ باندې راښکاره شوې دي او د نژادي تعصب بوئ ورڅخه راځي.

سټیفن سمیت د اسټرالېا راډیو سره په خپله مرکه کې وايې چې جنرال وردگ ته یې پرون په خپله تلیفون وکړ او ورته ویې ویل چې په دې اړه به تحقیقات وشي او امکان لري چې د دغو اسټرالياوي عسکرو پر خلاف تادیبي اقدامات هم وشي.

د اسټرالیا یوې تلوېزوني شبکې پرون یوه ویډیو وښودله چې په انټرنیټ کې په فېس بوک کې خپره شوې وه. په نوموړې ویډیو کې لېدل کېږی چې په افغانستان کې یو شمېر اسټرالېاوي عسکر لگیادي د افغانانو په باب ډېرې سپکی او بې ادبه تبصرې کوي. یوه تبصره یې دا وه چې د محلي خلکو نه ډېر بد بویې راځي. په یوه بله صحنه کې کله چې یو افغان د یوې مي چاودنې نه وروسته تښتي او منډې وهې نو یو اسټرالیاوې عسکر چې هلته ولاړ دی ډېرې سپکې خبرې ورپسې کوي او وايې چې وگورئ هغه مفتي د بم چاودنې وډاروه.

د اسټرالیا د دفاع وزېر دغه تبصرې وغندلې او وي ویل کومو عسکرو چې دغه سپکې خبرې کړې دي او اوس هم په افغانستان کې پوځي خدمت کوي، نو بېرته به راوغوښتل شي. اسټرالیا په افغانستان کې ١٥٥٠ عسکر لري چې د امریکا په مشرۍ په روان جنگ کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG