د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا پر پناه غوښتونکو افغانانو بندیز ختموي


دغه افغانان مهاجر چې په مشکوک ډول استرالیا ته یې د تللو تکل کاوه، خو پر لاره په اینډونیزیا کې د پولیسو لخوا له نیول کیدو وروسته اوس د تحقیقاتو لپاره انتظار باسي.

دغه افغانان مهاجر چې په مشکوک ډول استرالیا ته یې د تللو تکل کاوه، خو پر لاره په اینډونیزیا کې د پولیسو لخوا له نیول کیدو وروسته اوس د تحقیقاتو لپاره انتظار باسي.

د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د استرالیا د هغې پریکړې هر کلی کړیدی چې د افغان پناه غوښتونکو په عریضو باندې لګول شوی بندیز به لیرې کوي.

د استرالیا حکومت د همدې کال د اپریل په میاشت کې ویلي و چې په افغانستان کې اوس امنیتي وضع ښه شویده او په همدې خاطر یې د افغان پناه غوښتونکو په عریضو باندې کار بند کړی و.

د رپوټ له مخې ویل کیږي چې د استرالیا په هغه زندانونو کې به شاوخوا دوه زره افغانان هم وي چې مهاجرین پکې ساتل کیږي. تر اوسه دا خبره پوره نده څرګنده چې استرالیا د کوم دلیل پر اساس د افغان مهاجرینو د پناه غوښتلو په عریضو باندې کار پیل کړیدی. استرالیا د تیرو شپږو میاشتو راپدیخوا د افغان مهاجرینو په عریضو باندې ټول کارونه په ټپه درولي وو.

د استرالیا د مهاجرینو د چارو وزیر کریس بوین تیره اونۍ ویلي و چې د پناه غوښتنې په عریضو باندې موقتي بندیز یې د کابل د چارواکو د مالوماتو پر اساس لیرې کړیدی خو پدې اړه یې نور جزیات ورنکړل.

د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د استرالیا دغه پریکړه ستایلې ده خو له بلې خوا بیا د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ سیمه ایز استازي رچارډ ټولي وایي دا خبره سمه نده چې فکر وشي په افغانستان کې دې امنیتي وضع ښه شوي وي.

"‍ د مهاجرینو د قضیو په څیړلو کې دا خورا مهمه ده چې مونږ د هیوادونو په اړه تازه او سم مالومات ولرو ځکه چې د همدغو مالوماتو له مخې مونږ کولی شو دا مالومه کړو چې آیا یو شخص په ریښتیا هم پناه اخیستلو ته اړتیا لري او که نه. او بله دا چې زما په فکر دا خبره سمه نده چې وویل شي چې په افغانستان کې امنیتي وضع ښه شویده. په افغانستان کې اوس هم ستونزې شته دي او ځیني سیمې خو بیخې زیاتې خطرناکې دي. "

د استرالیا د مهاجرینو د چارو مامورینو په یوې اعلامې کې ویلي دي چې د حکومت به هغو مهاجرینو ته د استرالیا د نړیوالو مکلفیتونو پر اساس پناه ورکړي چې په ریښتیا هم ورته اړتیا ولري خو ځیني نور هغه کسان چې د پناه ورکولو قابل نه ونګړل شي نو بیرته به افغانستان ته واستول شي.

په عین حال کې د اندونیزیا چارواکو ویلي دي هغوي ویره لرې چې د استرالیا پدې اقدام سره چې د افغان مهاجرینو د پناه اخیستلو په عریضو باندې یې کار پیل کړیدي، پدې سره به نور زیات شمیر خلک د هغوي خاورې خوا ته مخه وکړي.زیات شمیر غیرې قانوني مهاجر چې غواړي د استرالیا په شمال کې د بحر له لارې دغه هیواد ته داخل شي، د اندونیزیا د خاورې نه تیریږي.

که څه هم چې په استرالیا کې تر ډیره د هغو پناه غوښتونکو په اړه بحثونه کیږي چې د کښتیو له لارې دغه هیواد ته داخليږي خو د حکومت دمالوماتو له مخې زیات شمیر غیرې قانوني مهاجرین د الوتکو له لارې استرالیا ته داخلیږي.

څیړونکي وایي هغه غیرې قانوني مهاجرین چې د کښتیو له لارې استرالیا ته راځي، هغوي ته د اصلي او رښتونو مهاجرینو په سترګه کتل کیږي خو د الوتکو له لارې چې کوم غیرې قانوني مهاجر استرالیا ته راځي هغوي ته دا امتیاز نه ورکول کیږي.

استرالیا د بیلا بیلو بشري پروګرامونو پر اساس هر کال شاوخوا 13 زره کسانو ته د مهاجرت ویزې ورکوي.

XS
SM
MD
LG