د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا کې د سیلاب اوبه نورې لوړې شويدي


استرالیا کې د سیلاب اوبه نورې لوړې شويدي

استرالیا کې د سیلاب اوبه نورې لوړې شويدي

داسترالېا دسېلابونو له امله داوبو سطحه را لوړه شوېده او نظامی هېلېکوپټرونه لگیا دي د استرالېا د کوېنزلنډ ښارته مرستې ور رسوي. د هوا د حالاتو اټکل ښيي چې په دغه ښار کې به د سېلاب د اوبو سطحه لږ تر لږه د سه شنبی تر شپی پورې رالوړه شي.

چارواکی وايی چی د راکهمټن ښار د دغه اېالت له پاېخت برېزبېن سره رابطه قطع شوېده. او ډېر ژر به په بشپړه توگه اوبه ترېنه را چاپېرې شی.

د سېلاب اوبه دتېرې اونی راهېسی مخ په خپرېدودی او اوس ېې دومره ساحه لاندی کړېده چې د جرمنی او فرانسی په اندازه ده. تقرېبا ٢٠٠زره کسان ېې زېانمن کړېدی.

د کوېنز اېلنډ چارواکېو دامرېکا غږ ته ووېل چې هغه خساره چې دغه سېلاب اړولی ده هغه تقرېبا بلېونو ډالرو ته رسېږی. په دې کې د سکرو په کان کې د سوونو ملېونو ډالرو تاوان شامل دی چې په ختېځ کې ددغو کانونو تولېد ته ور اووښتی دی. یوه چارواکی ووېل چې یوڅو کاله وخت به ولگېږی چی په دغه سېمه کې حآلات بېرته عادی شی.

تراوسه پورې ېوازې ېو تن د سېلاب په دغو اوبوکې مړ شوېدی او دوه تنه لادرکه دی. چارواکی وايی چې د راکهمټن ښار ٧٥زره نفوس لری اوېوشمېر سړکونه لاتراوسه پورې خلاص دی. چارواکی وايی چې داستوگنی ٢٢ سېمی زېانمنی شوېدی او ئښایی د سېلاب اوبه تر سه شنبی پوری ناوخته او ېا د چارشنبی تر اولو ساعتونو پورې هم زېاتی شی.

د فېلېپېن په جنوبی او مرکزي برخو کې هم سیلابونو ٧ کسان وژلي:

په دې کې ځوان هلکان اونجونی هم شاملی دی. پردی سر بېره په سونو کسان نور له کورونو نه وتلی دی. چارواکېو ددوشنبی په ورځ ووېل چې تقرېبا ېوه اونی کېږی چې سخت بارانونه ورېږی او ددې سبب شوېدی چې په ځېنی ځاېونو کې زمکه وښوېږی او د مرگ سبب شی.

رپوټ وايی چې د زمکی په ښوئېدلو کې ېوه پنځه کلنه نجلی او ېوکلن هلک د لې تي په اېالت کې هغه وخت مړه شول چې ددوی کور وښوئېده. چارواکېو ووېل چې ددغه ښار تر زرو نه زېات اوسېدونکی له خپلو کورونو نه نورو ځاېونو ته خوځېدلی دی.

د جنوبی ټاپو مندناو په سېمه کې هم چې سخت بارانونه شوېدی او په څوکلېوکې سېلاب راغلی دی ، دېوشمېر مړېو رپوټ ورکړل شوېدی.

XS
SM
MD
LG