د لاس رسي وړ اتصالات

په اسټرالیا کې سیلابونو زیاتې سیمې تباه کړیدي


په اسټرالیا کې سیلابونو زیاتې سیمې تباه کړیدي

په اسټرالیا کې سیلابونو زیاتې سیمې تباه کړیدي

داسټرالېا په درېم غټ ښار برېزبن کې دسېلاب اوبه اوس ېوه څه کمی شویدي خو اوس ددغه هېواد په جنوبي برخو کې دتازه سېلابونو د راوتلو وېره راپېدا شویده.

په زرګونو خلک لګېا دي خپل کورونه خوشې کوي. په برېزبن کې ډېره زېاته تباهي رامنځته شویده ، او په ښار کی هرې خواته وران شوی کورونه مات ګوډ پراته دي.

برېزبن چې دQueeensland اېالت مرکز دی دسېلاب اوبو دښار پوره پوره ناحېې تباه کړی دي او خوسا شوی خټی په کی خورې ورې پرتی دي. د ښار ېو شمېر اوسېدونکي بېرته راستنېږی چی دخپلوکورونو او جاېدادونو حالت و ګوری.

وړمه ورځ دبرېزبن دسېند اوبو طوغېان وکړ او کورونه ېې ډوب کړل نو خلک مجبور شول چې د ښارنه ووځی، ٣٠٠٠٠ کورونه اوس هم په اوبو کی ډوب دي او د سېلاب څپی اوبه دکورونو دبامونو په چتونو باندی ور واوښتلی دي.

د کوېنزلېنډ اېالتی صدراعظمې مېرمن انا بلغ خبرېالان وته ووېل چې داسټرالېا د پوځ نه ېې دماېونو دپاکولو غوښتنه کړی ده، ترڅو هغه کېښتئ ولټوی چی د برېزبن په سېند ډوبی شوی وی. مېرمن بلېغ ووېل دبرېزبن ښار اوس داس یښکاری لکه چی پوره جنګ پری تېر شوی وی او تباه کړی ېې وی.

په سېلاب کې ٢۴ کسان مړه دي، ګڼې شمېر خلک ورک دي، اوپه مېلېاردونو ډالر تاوان ېې ددغه اېالت اقتصاد ته رسولی دی. زراعتی زمکی او فارمونه ېې تباه کړی دي او دډبرو سکرو صنعت ته ېې هم ډېر سخت تاوان ور اړولی دی. ددغو ډبرو سکر نه دفولادو په تولېد کی استفاده کېږی.

XS
SM
MD
LG