د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرالیا کډوال یو بل غریب هیواد ته لېږي


د اسټرالیا صدراعظم کیون روډ وايي چې د فرمان د صدرو نه وروسته ټول هغه کډوال چې اسټرالیا ته د کښتۍ له لارې ور رسېږي، د پپوا نیو ګېني هیواد ته به انتقال سي او هلته به ځای پر ځای شي.

ښاغلي روډ او د پپوا نیو ګېني لومړي وزیر پیتر اونلین نن د جمعې په ورځ د اسټرالیا د بریسبان په ختيح ساحلي ښار کې یوه موافقتنامه لاس لیک کړه چې په لړ کې به یې اسټرلیا دغه هیواد ته ور روان کډوال خپل یادشوي غریب ګاونډي هیواد ته انتقال کړي.

ښاغلي روډ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې آسټرالیا ته به وررسیدونکي کډوال د پپوا نیو ګېني هیواد ته د طی مراحل دپاره ولېږل شي او وروسته که په رېښتیني ډول کډوال وو، نو د آسټرلیا پر ځای به په نیو ګیني هیواد کې ځای پرځای شي.

دغه نوې پالیسي ځکه پلي کېږي چې د عراق او افغانستان په شان جګړه ځپلو هیوادونو څخه اسټرالیا ته د خلګو ورتګ بند شي. دغه خلګ د مالیزیا او اندونیزیا څخه په خرابو کښتیانو کې پر ځان خطرونه تیروي او تر اسټرالیا پوري ځانونه رسوي چې ځیني وخت یې کښتیانې پر لارې په سمندر کې ډوبې شي.
XS
SM
MD
LG