د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا کې د کډوالو په ضد او پلوۍ مظاهرې وشوې


یوې ډلې مظاهره کوونکې د حکومت د هغه پلان مخالفت کوي چې کډوال ځای پر ځای کوي
یوې ډلې مظاهره کوونکې د حکومت د هغه پلان مخالفت کوي چې کډوال ځای پر ځای کوي

د استرالیا په میلبورن کې د سیمې خلکو د حکومت د هغه وړاندیز پر ضد مظاهره وکړه چې غواړي کډوالو ته د اوسېدو لپاره ځایونه ورکړي.

مظاهره کوونکي چې د اسلام-ضد یوې ډلې غړي دي او وايي دوی دهغه پلان مخالف دي چې له مخې یې د سوریې او عراق ۱۲۰ کډوالو ته د سپین ږیرو او زړو خلکو په سیمو کې کورونه ورکوي.

مظاهره کوونکو د استرالیا بیرغونه لېږدول او د الثام اندریو پارک ته یې نژدې مظاهر وکړه. پولیسو په مظاهرې کې د کډوډۍ مخه ونیوله. اخوا د کډوالو په پلوۍ یوې بلې ډلې هم مظاهره وکړه او د همدغه پارک بلې څنډې ته راغلل. دوی په خپلو بیرغونو لیکلي وو چې "الثام کډوالو ته ښه راغلاست" وايي.

د سډني مارنینیګ هرالډ د راپور له مخې د سیمې خلک د وینسنټز په سیمې کې کډوالو ته د کورونو په ورکولو بحثونه کوي، خو په الثام کې د خلکو له مظاهرې خوشحاله نه ښکاري.

استرالیا د مهاجرت قوي قانون لري او ورتلونکي کډوال نایرو او پاپوانیوګیني ته استوي چې د منلو او ردرولو په اړه یې پرېکړه وشي. په ۲۰۱۵ کال کې د استرالیا حکومت اعلان وکړ چې د عراق او سوریې ۱۲۰۰۰ ورغلي کډول مني، خو همدا تېره اونۍ چارواکو اعلان وکړ چې نور پنا غوښتونکي نه مني.

په همدې حال کې په سډني کې یوې بلې ډلې د کډوالو د یوې توقیف خانې د بندولو په خاطر مظاهره وکړه، د بشري حقونو ډلې په دغې توقیف خانې کې د کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنې ښودلې وې.

د اګست تر ۳۱ نېټې پورې، ۱۵۸۹ پناه غوښتونکي د مانوس ټاپو او نایرو کې ځای پر ځای کړل شوي وو چې پر قضیو یې پرېکړې وشي. په دوی کې ۱۳۸۲ یې نارینه، ۱۱۴ ښځې او ۹۳ یې ماشومان دي.

د استرالیا د کډوالو وزیر پیټر ډوټن وايي له فلپین او نورو سره یې خبرې شروع کړي چې کډوال په کې ځای پر ځای ښي.

XS
SM
MD
LG