د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا: یو افغان د وژنو د دسیسې په تور ونیول شو


استرالیایي پولیس واېي دوی د داعش د تند لارې ډلې د ملاتړو هغه پلان شند کړی چې غوښتل یې پنځلس تنه ونیسي، بندیان یې کړي او بیا یې سرونه ورپرې کړي.

دغه کسان چې یو افغان هم په کې دی، د پنجشنبې په ورځ - سپتمبر ۱۸- د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال چې د استرالیا په تاریخ کې د خپل ډول لومړني عملیات بلل شوي، ونیول شول.

ویل کیږي چې نیول شوي کسان د اسلامي دولت ډلې غړي دي، د استرالیا پولیس وايي چې د دوی استخباراتي معلومات ښيي چې دغو کسانو ته د اسلامي دولت ډلې د نورو کسانو د وژلو تر څنګ د استرالیا د لومړي وزیر د وژولو لارښوونه هم کړې ده.

لومړي وزیر ټوني اباټ له دغو عملیاتو وروسته وویل" دا هغه معلومات دي چې موږ ته را رسیدلي دی،دا هغه لارښوونه ده چې داسی یو استرالیایي لخوا چې د اسلامي دولت لوړ پوړی غړی دی ورکړل شوې ده. په دې هدایت کې د داعش ډلې له ملاتړو غوښتل شوي چې په استرالیا کې په مظاهرو او وژنو لاس پورې کړي "

د استرالیا لوی څارنوال جورج براندیز وايي چې په افغانستان کې یو زیږیدلی شخص،چې په استرالیا کې یې زیات وخت تیر کړی او اوس په منځني ختیځ کې د اسلامي دولت د ډلې سره همکاري کوي، په استرالیا کې په خپلو ملاتړو غږ کړې چې د خلکو سرونه غوڅ کړي او د دغو پېښو فلمونه دې جوړ کړي .

نه د استرالیا لومړي وزیر او نه هم لوی څارنوال یې د دغه افغان نوم وښود خو،د محمد علي بریالي په نوم یو کس چې گمان کیږي د اسلامي دولت په ډله کې به یو جگپوړی غړی وي،د محکمې په دوسيې کې د برید یو پلانوونکی یاد شوی دی.

۳۳ کلن محمد علي بریالي د استرالیا په سډني ښار کې ژوند کاوه او د یوه نایټ کلپ - شپنی نڅاځای- کې کار کوه.

پدې توقیف شوېو کې یو هم ۲۲ کلن کلن عمرجان آذري نومیږي چې د سډني یوې محکمې ته حاضر کړل شوی و.

زیبا خادم په استرالیا کې د افغانستان له سفیر نصیر احمد اندېشه سره په دې اړه یوه مرکه کړې ده چې دلته یې اورېدلی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:08:33 0:00
مستقیمه لیکه

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG