د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرالیا وايي په سمندر کې یې د الوتکې ټوټې پیدا کړي


د استرالیا د ستلایت انځورونه
د استرالیا د ستلایت انځورونه
آسټرالیا وايي چي د هند سمندر په جنوبي برخه کي یې د الوتکې ټوټې پیدا کړي دي چې ښايي د ورکې شوې مالیزیايي الوتکې ټوټۍ وي.


د آسټرالیا لومړي وزیر توني اباټ پارلمان ته د پنجشنبې په ورځ وویل چي د سټلایټ څخه په اخیستل شویو تصویرونه کي په سمندر کي د الوتکې ټوټي پیدا شوي دي. نوموړي وویل چې سیمې ته یې یوه کشفي الوتکه او درې نورې الوتکې لېږلي دي.


ښاغلي اباټ خبرداری ورکړ چې د پیدا شویو آثارو په هکله دي مخکي له مخکي قضاوت نه کېږي ځکه د الوتکې پیدا کول یو ډیر ګران کار دی. آسټرالیايي چارواکي په پام کي لري چې په کنبیرا کي د پنجشنبې په ورځ ناوخته خبري کنفرانس دایر کړي.



آسټرالیا د هند سمندر د حنوبي برخې په لټون کي مرسته کوي چې هغه مالیزیايي مسافر وړنکې الوتکه پیدا کړي چي د ۲۳۹ سپرلیوو سره یوځای د مارچ د اتمې نېټې راهیسې ورکه ده. ۲۶ هېوادونه په ورکې شوې الوتکې پسي په ۷ میلیون کیلومیتره مربع سیمه کي ګرځي.
XS
SM
MD
LG