د لاس رسي وړ اتصالات

د اسټرالیا پارلمان د مهاجرو پر موضوع بحث کوي


نن د استرالیا پارلمان پر یوی حساسی موضؤع باندی د پریکړی دپاره د احساساتو نه ډک شپږ ساعته تود بحث و کړ. د بحث موضؤع دا وه چی ایا د دوي هیواد دي هغو سیاسي پناه غوښتونکو ته چې په بیړیو کې پر ځان باندې د گواښونو په منلو استرالیا ته ځان ورسوي سیاسي پناه ورکړي او که نه.

د پارلمان ځیني غړي وایي که دوي دا سیاسي پناه غوښتونکي ونه مني نو په بیړیو کې به استرالیا ته د هغوي د ورتگ مخه د تل دپاره ونیول شي.

دوی وایی د هغوي د ردولو یو بل دلیل دا دی چی هلته به پر لاره باندی د نورو راتلونکو تلفاتو مخه هم ونیول شی. ځیني نور بیا غواړی چی د دې خلکو پر دوسیو باندې د پوره غور دپاره دوي دریم هیواد ته و لېږي.

تیره اونۍ د اسټرالیا د کرسمس نومې ټاپو او اندونیزیا ترمنځ په سمندري ساحه کی د مهاجرینو نه ډکه یوه بیړی ډوبه شوی چی د چارواکیو په قول پکی نوي تنه ووژل شول.

XS
SM
MD
LG