د لاس رسي وړ اتصالات

داسترالېا نوې صدراعظمه دافغانستان دپاره دامرېکا د ستراتېژۍ ملاتړ کوي


داسترالېا نوې صدراعظمه دافغانستان دپاره دامرېکا د ستراتېژۍ ملاتړ کوي

داسترالېا نوې صدراعظمه دافغانستان دپاره دامرېکا د ستراتېژۍ ملاتړ کوي

داسترالېا نوی صدراعظمه، جولېا آې لېن گېلارډ، دافغانستان لپاره دامرېکا د ستراتېژۍ ملاتړکوي او واېې چې داسترالېا عسکر به له افغانستان څخه رانه وباسی.

مېرمن گېلارډ ووېل چې هغې د امرېکا جمهوررئېس براک اوباما ته ټېلېفون وکړ چې دخپل حکومت ملاتړ او تعهد، دافغانستان له مامورېت سره، بېا تائېد کړي.

استرالېا د افغانستان، په جنوب کې تقرېبا ١٦٠٠ عسکر لري. په هغو کې زېاتره په اورزگان کې دافغانستان دقواو په روزنه لگېا دي.

له هغه وخت راهېسی چې داسترالېا عسکرو دامرېکا سره دافغانستان په مامورېت کې له ٢٠٠١ مېلادی راهېسی په کار پېل کړېدی تراوسه پورې داسترالېا ١٦ عسکر وژل شوېدي.

ددې اونۍ په سرکې داسترالېا ددفاع وزېر ووېل چې دده هېواد به له افغانستان نه خپل عسکر په راتلونکو دوو کلونو کې خپل راوباسي. داوخت به افغانستان ددې جوگه کړي چې دخپل امنېت چاری په خپله سنبال کړی.

مېرمن جولېا گېلارډ ، داسترالېا اولنۍ ښځېنه صدراعظمه ده. هغی د پنجشنبی په ورځ باندې د پخواني صدراعظم کېوېن رډ ځای ونېوه. پخواني صدراعظم په د ې نېژدی مېاشتوکې خپل مقبولېت باېللی و.

د صدراعظم کېوېن رډ پخوانۍ مرستېاله مېرمن گېلارډ، ېوڅو ساعته وروسته له هغه نه صدراعظمه شوه چې د آسترالېا د کارگر د واکمن گوند مشره وټاکل شوه. داسترالېا د خزانې وزېر وېن سوان ، دهغی مرستېال ټاکل شوېدی.

XS
SM
MD
LG