د لاس رسي وړ اتصالات

اتریش اقتصادي کډوال شړي


تیره میاشت ښاغلي فیمن ویلي وو چې اتریش باید د هغو مهاجرو بیرته استول چټک کاندي چې د پناه غوښتنې شرایط یې نه دی پوره کړي.
تیره میاشت ښاغلي فیمن ویلي وو چې اتریش باید د هغو مهاجرو بیرته استول چټک کاندي چې د پناه غوښتنې شرایط یې نه دی پوره کړي.

د اتریش صدراعظم ورنر فیمن وایي هیواد به یې د خپلو پولو په اوږدو کې په لا نورو جدي اقداماتو لاس پورې کړي چې "اقتصادي پناه غوښتونکي" بیرته وشړي تر څو د مهاجرت عمومي کچه ټیټه شي.

په سلگونو زره کډوال چې په منځني ختیځ، افغانستان اونورو سیمو کې د جګړو او فقر له وجې په تیښته کې دي تیر کال جرمني ته د رسیدو په هیله اتریش ته ننوتي دي.

د اتریش د کورنیو چارو وزارت په وینا ددغو کډوال څخه شاوخوا نوي زرو یې په ٢٠١٥ کال کې په اتریش کې پناه غوښتې ده. دغه شمیره د ٢٠١۴ کال په پرتله درې ځله ډیره و. د اتریش ټول نفوس اته نیم میلیون دی.

د اتریش صدراعظم ورنر فیمن د کرون نومې اترشي ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې غواړي د جرمني سره په گډه داسې تګلاره خپله کړي چې "اقتصادي کډوال" بیرته ولیږي او په دې توگه د مهاجرو شمیره راکمه کړي.

ښاغلي فیمن ویلي دي چې اتریش د قانوني چوکاټ د موندلو په لټه کې دی چې د جگړو څخه د تښتیدونکو او د هغو مهاجرو ترمنځ توپیر وشي چې د اقتصادي لاملونو په وجه راغلي دي.

د اتریش صدراعظم د زیاتو مهاجرو د منلو له تصمیم وروسته د خپل ایتلافي حکومت دننه د محافظه کارو او ښې اړخه گوندونو تر فشار لاندې دی.

تیر کال څه دپاسه یو میلیون گډوال اروپا ته تللي دي
تیر کال څه دپاسه یو میلیون گډوال اروپا ته تللي دي

تیره میاشت ښاغلي فیمن ویلي وو چې اتریش باید د هغو مهاجرو بیرته استول چټک کاندي چې د پناه غوښتنې شرایط یې نه دی پوره کړي.

بل لور ته د جرمني په څو ښارونو کې د نوي کال په درشل کې پر ښځو باندې بریدونو چې پولیس یې شک پر مهاجرو کوي، اعتراضونه رامنځ کړي دي او د جرمني صدراعظمه انگیلا مرکل او د هغې د آزدو دروازو پالیسي یې تر فشار لاندې راوستې ده.

XS
SM
MD
LG