د لاس رسي وړ اتصالات

اتریش نور کډوال نه مني


هنگري د مارچ په ٢٨ نوي قوانین پلي کړل چې له مخې یې مهاجرین د هغه هیواد په پوله په کانتینري کمپونو کې توقیف کړي
هنگري د مارچ په ٢٨ نوي قوانین پلي کړل چې له مخې یې مهاجرین د هغه هیواد په پوله په کانتینري کمپونو کې توقیف کړي

اتریش غواړي چې د مهاجرینو د ځای پر ځای کولو تر عنوان لاندې د اروپایي ټولنې د پروگرام په اساس د نورو مهاجرو له منلو نه معاف شي، ځکه ددې هیواد د مقاماتو په باور د اروپا د مهاجرینو د کړکیچ په ترڅ کې یې خپله ونډه ادا کړې ده.

د اتریش د حکومت له لورې د سختو امنیتي او مهاجرتي مقرراتو د وضع کولو تر څنگ د مهاجرینو د منلو لپاره ددې هیواد د عامه ولس لیوالتیا کمه شوی ده.

د اتریش صدراعظم کریستین کرن، د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل " باور لرم چې د اتریش مستثنی کول چې دمخه یې خپل مکلفیتونه ادا کړي، ضروري دي ... ژر به په دې اړه یو لیک واستوم او بحثونه به پیل کړم".

د اروپایي اتحادیې د دوه کلن پروگرام په اساس چې د روان کال په سپتامبر کې ختمیږي، باید د مهاجرینو د بیا ځای پر ځای کولو د پروگرام له مخې ١٦٠ زره نوي مهاجر د ایټالیا او یونان څخه چې اروپا ته د پناه غوښتونکو د راتگ دروازه گڼل کیږي، ددې اتحادیې غړو هیوادونو ته انتقال کیږي، خو تر اوسه یواځې څه کم ١۴٥٠٠ مهاجر ددې پروگرام له مخې ځای پر ځای شوي دي.

اتریش په ٢٠١٥ کې شاوخوا ٩٠ زره نوي مهاجر درلودل چې ددې هیواد د نفوس یو فیصد کیږي. په هماغه کال کې څه دپاسه یو میلیون نور مهاجر ددې هیواد له لارې جرمني ته لاړل.

د مهاجرینو د بیا ځای پر ځای کولو له سیستم سره د اتریش نه لیوالتیا دغه پروگرام ته یوه بله ضربه ده، ځکه له دې دمخه د ختیځې اروپا یو شمیر هیوادونو په ځانگړې توگه پولنډ او هنگري له دې پروگرام نه وتلي وو.

په دې ترڅ کې د مهاجرینو په چارو کې د اروپایي اتحادیې کمیشنر دیمیتریس افرامپولوس، له هنگري غوښتي چې د پناه غوښتونکو او مهاجرو د منلو په هکله ددې اتحادیې مقررات ومني.

نوي قوانین چې هنگري د سه شنبې په ورځ د مارچ په ٢٨ پلي کړل د هغه هیواد مامورینو ته ددې اجازه ورکوي چې ټول پناه غوښتونکو د خپلو سرحدونو په اوږدو کې په کانتینري کمپونو کې توقیف کړي. ملگرو ملتونو او د بشري حقوقو سازمانونو د هنگري دغه اقدام سخت غندلی دی.

د بشري حقوقو ډلې وایي په ځانگړې توگه د هنگري دغه نوي مقررات په کم عمره مهاجرینو باندې د جنسي تیریو او د هغوی سره د بد سلوک کولو سبب شوي دی.

XS
SM
MD
LG