د لاس رسي وړ اتصالات

د واورو اورښت په ۱۹ ولایتونو کې د سر زیان اړولی دی


ښاغلي عبدالله وویل کومې پیښې چې رامنځ ته شوي بې سارې وې په ځانګړي ډول په پنجشیر کې چې ۱۹۶ تنو په کې ژوند له لاسه ورکړی دی

ښاغلي عبدالله وویل کومې پیښې چې رامنځ ته شوي بې سارې وې په ځانګړي ډول په پنجشیر کې چې ۱۹۶ تنو په کې ژوند له لاسه ورکړی دی

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائي رئیس عبدالله عبدالله وایي د واورو او بارانونو اورښت د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې تر درې سوه دیرش تنو پورې وژلي او درویشت نور یې ټپیان کړي دي، او زیاتوي چې د وروستیو واورو او سیلابونو وروسته له تخنیکي پلوه حالات د مرستو رسونې د ادارو په کنټرول کې دي.

ښاغلي عبدلله چې د یکشنبې په ورځ یې د افغانستان د طبیعي پیښو سره د مبارزې عالي کمیټې په غونډه کې خبریالانو سره خبرې کولې وویل چې په عمومي ډول د واورو او بارانونو له اورښت نه په ۲۹ ولایتونو کې خلکو ته د سر او مال زیانونه رسیدلي دي.

ښاغلي عبدالله وویل "کومې پیښې چې رامنځ ته شوي دي بې سارې وې په ځانګړي ډول د پنجشیر په ولایت کې چې د شهیدانو شمیر په کې ۱۹۶ تنو او هغه مړي چې له واورو ایستل شوي ۲۳ تنو ته رسیدلي دي ".

اجرائي رئیس وویل چې په بدخشان کې ۳۴ تنه په پروان کې ۱۶ تنه په هرات کې یو تن په بادغیس کې ۴ تنه په بامیانو کې ۴ تنه په کاپیسا کې ۳ تنه په بغلان کې ۶ تنه په تخار کې ۴ تنه په ننګرهار کې ۴ تنه په غور کې ۷ تنه په نورستان کې ۱۲ تنه په لغمان کې ۶ تنه په دایکوندي کې ۱۰ تنه په بلخ کې ۹ تنه په فاریاب کې ۱۱ تنه په فراه کې ۲ تنه او په ارزګان کې ۲ تنه وژل شوي دي.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائي رئیس وویل چې د پنجشیر پرته په نورو ولایتونو کې د سړکونو د پاکولو کار ښه پرمخ تللی او د سالنګ لویه لاره هم د ترافیکو پرمخ بیرته پرانستل شوې ده.

ښاغلي عبدالله په وروستیو واورو په اورښت کې د منځنۍ اسیا د دوو هیوادونو تاجکستان او ازبکستان نه د سالنګ له لارې کابل ته د بریښنا د مزو د پرې کیدلو په مسله هم خبرې وکړې وویل اوس چې د سالنګ لویه لاره پرانستل شوې تمه دا ده چې د بريښنا پرې شوي مزي او تخریب شوي ستنې به هم ژر ورغول شي او کابل ته به بیرته بریښنا جریان ومومي.

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائي رئیس د مرستې رسونې د کورنیو او بهرنیو ادارو په وخت مصیبت ځپلو ته د مرستو د برابرولو له امله مننه وکړه په ځانکړي ډول یې د پاکستان مرستې یادې کړې.

ښاغلي عبدالله وویل "د یادولو وړ ده چې د پاکستان اسلامي جمهوریت هم خپلې مرستې پرون استولي چې نن سیمې ته رسول شوي او د پاکستان د مرستو یوه بله چوپه نن رارسیږي وعده یې کړې ده په عین حال کې یو بانکي حساب پرانستل کیږي چې د هیوادوالو په واک کې به ورکړل شي ".

اجرائي رئیس د ټولو شتمنو افغانانو وغوښتل چې مصیبت ځپلو کورنیو سره د مرستو لپاره دغه بانکې حساب ته خپلې مرستې ولیږي.

XS
SM
MD
LG