د لاس رسي وړ اتصالات

علي اوف خپله میرمن د جمهوري ریاست لومړی مرستیاله وټاکله


الهام علي اوف په ٢٠٠٣ کال کې د خپل پلار حیدر علي اوف ځای ونیو
الهام علي اوف په ٢٠٠٣ کال کې د خپل پلار حیدر علي اوف ځای ونیو

پنځه پنځوس کلن الهام علي اوف خپله میرمن ٥٢ کلنه مهربان د جمهوري ریاست د مرستیالې په توگه وټاکله. دغه مقام په تیر سپتامبر کې د اساسي قانون د اصلاحاتو له ټولپوښتنې وروسته رامنځ ته شو.

مهربان چې په ١٩ کلنۍ کې یې د علي اوف سره واده کړی د طب له پوهنځي نه فارغه شوې ده. هغه دمخه د پارلمان غړې وه او د یوې خیریه موسسې مشري یې هم کوله.

د اذربایجان د اساسي قانون له مخې کچیرې جمهور رئیس ونشي کړای چې چارې پرمخ بوزي د هغه مرستیال او یا مرستیاله د جمهوري ریاست چارې ترلاسه کوي. په قانون کې د مرستیال جمهور رئیس وظایف نه دي شرحه شوي، خو تمه ده چې د کابینې مشري به د هغې له دندو څخه وي.

د ښاغلَي علي اوف منتقدین وایي د تیر سپتامبر د میاشتې عمومي نظرپوښتنه چې د جمهور رئیس د کار موده یې له پنځو نه اوه کالو ته اوږده کړه، په واقعیت کې یې میراثي واکمني ټینگه کړې ده.

الهام علي اوف په ٢٠٠٣ کال کې د خپل پلار حیدر علي اوف ځای ونیو، څوک چې د دریو لسیزو لپاره د تیر شوروي اتحاد په وخت او له هغه وروسته د آذربایجان مشر و.

الهام علي اوف او د هغه میرمن دوه لوڼې او یو زوی لري.

علي اوف خپل شیعه مذهبه مسلمان هیواد چې د انرژۍ له درکه غني دی، د لویدیځې نړۍ ټینگ متحد کړ او په دې توگه یې د هیواد د انرژۍ سکتور او امنیت ټینگ وساته او د کاسپین د بحیرې په ستراتیژیکه سیمه کې یې د روسیې د نفوذ مخه ونیوله.

په عین وخت کې د هغه حکومت د بشري حقوقو څخه د سرغړونو او د مخالفینو د ځپلو په وجه د اوږدې مودې راهیسې د لویدیځ له نیوکو سره مخامخ دی.

علي اوف ځان د اذربایجان د ثبات ضامن گڼي او د هغه دغه انځور خلک په پراخه مني، ځکه په دې هیواد کې د ١٩٩١ کال د تیر شوروي اتحاد د ړنگیدو د وخت ترخې خاطرې لا نه دي هیرې شوی.

XS
SM
MD
LG