د لاس رسي وړ اتصالات

عظیمي: د جګړې زور له جنوب څخه ختیځ خوا زیات شوی


عظیمي: د جګړې زور له جنوب څخه ختیځ خوا زیات شوی
عظیمي: د جګړې زور له جنوب څخه ختیځ خوا زیات شوی

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي په دې باور دي چې اوس مهال په افغانستان کې د جګړې زور، له جنوبي ولایاتو څخه، په ختیځو ولایاتو کې زیات شوی دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمی نن پخپل اوونیز مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د دولت مخالفینو اوس خپل د جګړې لوری، ختیځو ولایتونو ته اړولی دی.

جنرال عظیمی په نورستان ولایت کې د تیرې شپې د جګړو د خبر پخلی وکړ.

د ښاغلي عظیمی په وینا، افغان ځواکونه په هر حالت کې چې وي، د روانې میاشتې په بهیر کې به په ټاکل شویو سیمو کې د امنیت چارې له نړېوالو ځواکونو څخه په خپل لاس کې واخلي.

XS
SM
MD
LG