د لاس رسي وړ اتصالات

عظیمي: له پاکستان سره سرحد نه پیژنو


عظیمي: له پاکستان سره سرحد نه پیژنو

عظیمي: له پاکستان سره سرحد نه پیژنو

له هغه یوه ورځ وروسته چې پاکستان اعلان وکړ، افغانستان ته نږدې له خپلو سرحدي سیمو عسکر باسي؛ افغان حکومت وویل چې دا کار به پر روانو حالاتو هیڅ اثر ونلري.

د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي نن وویل چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحد په نامه څه نه پیژني خو وایي د ډیورنډ د کرښې په ځینو برخو کې د اختلافاتو له آمله د توپونو او توغندیو ډزې قانوني توجیه نلري.

افغان حکومت وايي، د تیرې یوې میاشتې په اوږدو کې د پاکستان له خاورې د افغانستان پر سرحدي سیمو باندې د توپونو او توغندو نږدې ۱۰۰۰ ډزې شوي چې له امله یې سلګونه کورونه وران شوي او زیات شمیر وګړی وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي وایي، په داسې حال کې چې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره خبرې روانې دي، د پاکستان داسې بریدونه د عقل او لورینې خبره نده.

عظیمي د پاکستان له لورې ددې بریدونو په اړه بې خبري د درواغو ډکې پلمې وبللې.

د پاکستان د دفاع وزیر احمد مختار ګواښ کړی که چیرې امریکا له پاکستان سره ۸۰۰ میلیون ډالره نظامي مرستې وځندوي نو پاکستان به د افغانستان سره په ګډه پوله خپل ځواکونه په شا کړي. ویل کیږي چې دا ځواکونه د تروریزم سره د مبارزې لپاره پر ګډه پوله پراته دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وایي د پولې نه به د پاکستاني ځواکونو په شا کیدل د افغانستان پر حالاتو چندان اثر ونکړي.

پاکستان د دواړو هیوادونو تر منځ پر پولې باندې نږدې ۸۰ زره عسکر ځای په ځای کړي چې د دواړو هیوادونو تر منځ د ترهګرو د تګ راتګ مخنیوی وکړي. خو افغان چارواکي وايي، هغه کسان چې په افغانستان کې تروریستي بریدونه کوي اکثرا د پاکستان له خوا راځي. پاکستان هم دا ډول ادعاوې کړې دي چې له افغانستان نه را اوښتو بلواګرو په پاکستان کې بریدونه کړي دي.

د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي، د احمد ولي کرزي وژنه د تروریستانو او طالبانو د دښمنۍ عمل ګڼي. عظیمي وویل: د طالبانو په لاس د هغه وژنه د افغانستان د ملي شخصیتونو او پیژندل شویو څېرو په له منځه وړلو کې ددې ډلی ماهیت لا روښانه کوي.

عظیمي ټینګار کوي چې د دوی ځواکونه د هیواد د امنیتي مسولیتونو اخیستو او له دښمنانو سره جګړې ته پوره تیاری لري.

XS
SM
MD
LG