د لاس رسي وړ اتصالات

په بدخشان کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه شوې


آرشیف
آرشیف
د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په جګړه کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې. د بدخشان د والي ویاند عبدالمعروف راسخ وايي چې په دغه جګړه کې د دولت شپږ تنه مخالف وسله وال وژل شوي او اته تنه نور يې ټپيان شوي دي.

هغه زیاتوي چې په دغه جګړه کې یوازې د افغان اردو او امنیتي پولیسو شپږ تنه ټپیان شوي. عبدالمعروف راسخ زیاتوي چې دغه جګړه د شنبې په ورځ په محلي وخت د مازدیګر د خوا هغه وخت ونښتله، چې وسله والو طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو د ګزمې په قطار ډزې پیل کړې.

هغه وايي، چې جګړه د وردوج ولسوالۍ په غنیو کلي کې رامنځ ته شوې.

د بدخشان د والي ویاند د وردوج په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د دوه رینجر موټرو د ویجاړیدو خبر تاییدوي او وايې چې د دوي پر ځواکونو له ډزو ورسته د هغوي موټر په جګړه کې ویجاړ شوي دي.

د ذبیح الله مجاهد په نامه یو تن چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي مطبوعاتو ته يې په یو لیږلي ټلیفوني پیغام کې ویلي چې د دوي وسله والو په وردوج کې د افغان امنيتي ځواکونو پنځلس تنه وژلي، او دولس تنه نور يې ژوندي نیولي دي.، هغه ادعا کوي چې دوي د پولیسو اته رینجر موټرې هم ویجاړې کړي دي.

ذبیح الله مجاهد په وردوج ولسوالۍ کې د خپلو طرفدارو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر تاییدوي او وايې چې ددوي یو تن وسله وال طالب وژل شوی او دوه نور يې ټپیان شوي دي.

وردوج د بدخشان ولایت شمالي ولسوالي ده چې له تیرو دریو کالو راپه دیخوا یې ډېره سیمه د دولت د مخالفو وسله والو تر واک لاندې ده، په دغه ولسوالۍ کې د مخالفو وسله والو یا طالبانو له خوا پر پولیسو او امنيتي ځواکونو حملې کیږي، خو دولت لا تر دې مهاله په یاده شوې ولسوالۍ کې د امنیت په ټینګښت کې پاتي راغلي.

عزت الله پامیر- تالقان
XS
SM
MD
LG