د لاس رسي وړ اتصالات

د بدخشان د بزګرانو لپاره کوچني تراکتورونه


د بدخشان د بزګرانو لپاره کوچني تراکتورونه
د بدخشان د بزګرانو لپاره کوچني تراکتورونه

۳۸ کلن شیرمحمد چې د فیض اباد د بتاش د سیمې بزګر دی، د یو کوچني تراکتور په زریعه د خپلې کرنیزې ځمکې په کولبه کولو بوخت دی، هغه وايي چې دغه تراکتور ورته د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیايي ادارې USAID لخوا د ۶۵ زره افغانیو په بدل کې ورکړل شوی، شیر محمد وايي چې پخوا تر دې به یې په ډیر مشکل سره په غوایانو باندې د ورځې یو جریب ځمکه کولبه کوله، خو وايي چې اوس د دغه کوچني تراکتور په واسطه کولی شي چې یو جریب ځمکه په یو ساعت کې کولبه کړي.

نوموړی وايي چې ددغه تراکتور په تر لاسه کولو سره ورته په کرنیزو چارو کې ډیرې اسانتیاوې برابرې شوي دي.

((د دغه تراکتورونو مصرف کم دي، په یو ساعت کې یو لېټر تېل وهي چې پنځوس افغانۍ کېږي او یو جریب ځمکه پرې کولبه کوو. د غویانو په پرتله ښه دی ځکه غوایان په بیکارۍ کې مصرف لري خو دا تراکتورونه يې نه لري. کولبه پرې کوو، تخم پرې کرو، لو پرې کوو او باډۍ هم لري چې بار پرې وړو.))

محمد طاهر د فیض اباد بل هغه بزګر دی چې دغه تراکتور یې تر لاسه کړی، هغه یې په اړه وايي: (( هغه ځمکه چې په غوایانو په څلورو ورځو کې کولبه کیږي، دغه تراکتور یې په یوه ورځ کې کولبه کولی شي، خو هغه سیمې چې تیږې لري هلته سم کار نه کوي، خو که ددې ځای په څیر ځمکې وي ډیر ښه یې کولبه کوي، زه ځکه دا خبرې کووم چې عملا مې پرې کار کړی، د غوایانو کولبه مې هم کړې او په دې تراکتور مې هم کولبه کړې خو دا تر هغې ښه دی.))

د بدخشان والي شاولي الله ادیب وايي چې دغه تراکتورونه د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیايي ادارې USAID لخوا د دې ولایت ۵۰۰ بزګرانو ته ورکول کیږي، هغه وايي چې د دغه تراکتورونو په تر لاسه کولو سره د دوی بزګرانو ته په کرنیزو چارو کې ډیرې اسانتیاوې برابریږي.

(( د کرنې د میکانیزه کولو لپاره اړتیا لرو چې ماشینونه تر لاسه کړو او بزګرانو ته یې ورکړو، هغه بزګران چې تر اوسه په سنتي ډول د غوایانو له کولبې استفاده کوي، هغوی له دغه حالته راوباسو، نو له USAID مو وغوښتل چې ۵۰۰ تراکتورونه بدخشان ولایت ته راولیږي، موږ دغه تراکتورونه زراعت ریاست ته سپارلي، ددغه یو تراکتور بیه ۱۸۰ زره افغانۍ کیږي چې بزګر ته د ۶۰ زره افغانیو په بدل کې ورکول کیږي. ))

والي شاوالله ادیب وویل چې د دغه ولایت هغه بزګران چې پوهیږي دغه تراکتورونه یې په ځمکو کې ښه نتیجه ورکوي باید دغه تراکتورونه تر لاسه کړي.

د بدخشان د کرنې رییس محمد عالم عالمي بیا دغه تراکتورونه د بدخشان د بزګرانو د کرنیزو حاصلاتو د ډیروالي لپاره ګټور بولي او وايي : (( دا یو نوی او ښه سیستم دی او ښه والی یې په دې کې دی چې په بدخشان کې ځمکې وړې او کمې دي، چې دغه تراکتورونه ورته ګټور تمامیږي، ځکه چې دغه تراکتورونه په باغونو کې هم کار کولی شي. هغه بزګران چې تر اوسه یې ترې ګټه پورته کړې ډیر ترې خوښ دي، ما له نږدې کتل چې بزګرانو پرې په خپلو ځمکو کې تخمونه شیندل، تخم یې په لیکه کاره چې دا یوه ښه خبره ده، ځکه چې په قطار د تخم کرل د حاصلاتو لپاره ګټور دي.))

هغه وايي هغه بزګران چې دغه تراکتورونه تر لاسه کوي د امریکا د پرمختیايي ادارې پر مرسته ورته د هغې د استعمال زده کړه هم ورکول کیږي.

د یادونې وړ ده چې له دغه تراکتورونو څخه د افغانستان د ډیرو ولایتونو بزګران ګټه پورته کوي، خو په بدخشان کې یې د ویشلو لړۍ اوس پیل شوې.

XS
SM
MD
LG