د لاس رسي وړ اتصالات

بدخشان کې وسله والو طالبانو خلک ویره کې اچولي


له فیض ابادیانو سره که وغږیږﺉ د وردوج ولسوالۍ پیښو ته اشاره کوي او اندیښنه څرګندوي چې ناامني فیض اباد او نورو سیمو ته ونه غځیږي.
له فیض ابادیانو سره که وغږیږﺉ د وردوج ولسوالۍ پیښو ته اشاره کوي او اندیښنه څرګندوي چې ناامني فیض اباد او نورو سیمو ته ونه غځیږي.

د بدخشان سرک تر فیض اباده د غرونو په منځ او دسیند پر غاړه غځیدلی، پخوا په دغه لار یوازې څو امنیتي پوستې وې خو اوس د پوستو تر څنګ ډله ډله امنیتي ځواکونه د لارې په سر ولاړ وي.

د فیض اباد په ښار کې که له خلکو سره خواله کیږي، نو د وردوج ولسوالۍ پیښو ته اشاره کوي او اندیښنه څرګندوي چې ناامني فیض اباد او نورو سیمو ته ونه غځیږي.

د دوشنبې په شپه د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د سرحدي امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه شوي وو، چې د څېړنې په موخه يې له کابل څخه د سرحدي قواو عمومي قوماندان رحمت الله روفي هم بدخشان ته سفر درلوده.

هغه وايي چې په دغه جګړه کې ددوي ۱۳سرتېري وژل شوي او شپږ یې لاهم ورک دي.

هغه په داسې حال کې د شپږو سرحدي سرتېرو د ورکې خبره کوي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې ورک شوي سرتېري بېرته خپلو دندو ته ګرځېدلي دي.

د سرحدي قواو عمومي قوماندان رحمت الله روفي اشنا راډیو ته وویل "اوس جګړه کې د دښمن ۱۶ تنه مړه دي او ۲۰ ټپیان دي، او سلاحګانې يې تخریب شوي ، زمونږ ۱۳ تنه افغان سرحدي سرتیري وژل شوي دي."

نوموړی وايي چې په بدخشان کې د جګړو د زیاتېدو علت ددغه ولایت د غرییزو سیمو د لارو خلاصېدل دي چې مخالفین پرې د ګاونډي هېواد پاکستان له لارې اکمالیږي.

دی وايي "د دوی فشار په بدخشان زیات دی ځکه چې د ګاونډي هېواد له لارې مجهز کیږي او کومک ورسره کیږي، له طالبانو پرته نور خارجیان هم ورسره دي او لوی قوت دی چې دوی حمایه کوي."

روفي د خپل یاداشت کتابچه خلاصه کړه او د سرتیرو د تلفاتو ارقام یې چې تر لاسه کړي یادونه يې وکړه "له دیارلسو وژل شویو پرته شپږ سرتیري ورک دي."

د بدخشان د یفتل ولسوالۍ اوسیدونکی اسدالله چې فیض اباد ته راغلی وايي چې خلک په تشویش کې دي او روانې جګړې ته حیران دي>

دی وايي هغه تجهیزات چې افغان سرتیري يې لري مخالفین يې هم لري "د دولت مخالفین هم هغه بوټان او دریشي لري چې افغان ځواکونه يې لري، ورځ تر بلې پر حکومت دخلکو اعتماد کمیږي."

د دبدخشان یو بل اوسیدونکی سید انعام الدین هم ورته اندیښنه لري، او وايي چې خلک له روانو جګړو انديښمن دي "نن ټول خلک په ویره او وحشت کې ژوند کوي چې هسې نه مخالفین فیض اباد ته داخل شي، مخالفین په وردوج، کران منجان، راغ او جرم ولسوالیو کې جګړې کوي خو خلک له دولت څخه غوښتنه کوي چې په رښتینې ډول د مخالفینو سره جګړه وکړي."

بدخشان یو وخت د افغانستان تر ټولو امن ولایت ګڼل کیده، خو ورو ورو په کې د افغان حکومت وسله والو مخالفینو ځانونه ښکاره کړل، چې اوس د فیض اباد د ښار شمال لور ته په ۳۰ کیلو مېترۍ کې د بهارک ولسوالي هم امن نه بلل کیږي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG