د لاس رسي وړ اتصالات

'خپله ټوله سرمايه مې د نشيي موادو قرباني كړې'


'خپله ټوله سرمايه مې د نشيي موادو قرباني كړې'
'خپله ټوله سرمايه مې د نشيي موادو قرباني كړې'

دا د بدخشان د مركز فيض آباد د اوسیدونکي ۴٨ کلن محمد اسحاق خبره ده.

نوموړى چې د فيض آباد د معتادينو د تداوۍ په كلينيك كې بستر دى وايي چې له ١٧ كلونو را په دېخوا په نشيي موادو معتاد و.

هغه وايي چې پنځلس كاله يې تارياك استعمالول او له دوه كلونه را په دېخوا په هيروينو معتاد شوى و.

نوموړى زياتوي چې په نشيي موادو باندې د عسكرۍ د مكلفيت په دوره كې معتاد شوى او وايي چې هغه وخت ده فكر كاوه چې بې له هغې هم په جګړو كې وژل كيږي نو د خپل غم د غلطېدو يوازينۍ لاره ورته د نشيي موادو استعمال ښكارېده .

محمد اسحاق وايي چې اوس يې د نادارۍ او غريبۍ له امله د اعتياد د پرېښودلو تصميم نيولى او زياتوي چې د نشيي موادو اعتياد له ده څخه دده كورنۍ ، حيثيت او دارايي هر څه اخستي دى،

هغه وايي چې د عسكرۍ له دورې دمخه او وروسته دى په تجارت بوخت و خو وايي چې خپله ټوله سرمايه يې د نشو تماشو قرباني كړې ده

محمد اسحاق چې د غم او مايوسۍ نښې يې پر مخ له ورايه ښكارېدلې داسې وويل:

(( ما خپله ټوله سرمايه په نشو ختمه كړې، زه اصلا تجار وم چې د تجارت پيسې مې هم په نشو تماشو ووهلې او وركې مې كړې، او نور ژوند مې هم برباد شو))

د نوموړي په وينا دا اوس نه د تجارت توان لري او نه هم د كومې بلې غريبۍ مزدورۍ وس لري ، ښځه او اولادونه يې ترې هم خفه دي نو د اعتياد د پرېښودلو پرته بله چاره نه لري.

هغه همدارنګه وويل چې ده ته خداى پاك يو ځل بيا د يو سالم انسان په څېر د يو باعزته ژوند موقع وركړې چې په وينا يې كله به هم دغه موقع له لاسه ورنكړي.

نوموړي چې په خپل اولس كلن اعتياد پښيماني ښودله په جدي ډول وويل:

(( داځل مې تصميم نيولى چې مرګ مې قبول دى خو بيا به نشيي مواد استعمال نه كړم، ځكه چې زما حالت يو ماته او يو خداى ته معلوم و چې څومره حقير ژوند مې تيراوه))

هغه وايي چې اراده يې كړې چې ددغه تصميم د سرته رسولو په خاطر كه د هر ډول ستونزو سره مخ شي بيا به هم په خپل تصميم كلك ودريږي.

د معتادينو ډاكټران هم د اعتياد د پرېښودلو تر ټولو مهم شرط د معتاد كس كلك تصميم ګڼي او وايي تر څو چې په نشيي موادو روږدى كس كلك تصميم ونه نيسي د هغوى تداوي كومه مثبته نتيجه نه وركوي.

په فيض آباد كې د معتادينو يو ډاكټر عبدالكريم وايي:

((د اعتياد پرېښودل په خپله د معتاد شخص په تصميم پورې اړه لري، كه كوم معتاد وغواړي چې اعتياد پرېږدي كولى شي خو په زور څوك په چا اعتياد نه شي پرېښودلى))

نوموړى وايي چې مخكې له دې چې دوى معتادين د تداوى لاندې ونيسي يوه مياشت هغوى ته د اعتياد د زيانونو په اړه اګاهي وركول كيږي تر څو هغوى د اعتياد پرېښودلو ته په سمه توګه اماده شي او په خپله كلك تصميم ونيسي.

خو معتاد محمد اسحاق د خپل تصميم څخه راضي ښكاري او وايي چې ده خپل حالت ليدلى اود نشيي موادو د پرېښودلو تصميم يې نيولى.

هغه وايي چې كه دده تداوى خلاصه شي او دا روغ رمټ له روغتونه رخصت شي نو دى به هڅه كوي چې خلك د نشيي موادو په زيانونو وپوهوي او په مثال كې به ورته خپله كيسه كوي چې نشيي موادو له ده څخه دده اولادونه، مال او دولت، حيثيت او د ځوانۍ قيمتي عمر ټول اخستي او هغوى بايد دده له ترخې تجربې ګټه پورته كړي او له نشيي موادو ځانونه وژغوري.

نوموړى زياتوي چې دى به د خپلو معتادو ملګرو د تداوۍ لپاره هم هڅه وكړي او نصيحت به ورته وكړي چې له اعتياده لاس واخلي

هغه په داسې حال كې چې د خپل كټ سرته بالښتونه يې جوړ كړل او د څملاستلو په نيت يې ورته ډډه ولګوله داسې وويل

(( كه معتادين مې پيدا كول ورته به وايم چې اعتياد پرېږدۍ زه هم معتاد وم خو ژوند مې خراب شو تاسۍ ولې ځانونه بربادوى ))

هغه وايي چې دى به هغه نور معتادين هم دې ته هڅوي چې ځانونه تداوي كړي او د اعتياد له بلا ځانونه وژغوري.

XS
SM
MD
LG