د لاس رسي وړ اتصالات

بدخشۍ میرمنې د باسواده کیدو پر لور


دغو میرمنو ته د لیک لوست د زده کولو په بدل کې خوراکي مواد ورکول کیږي.
دغو میرمنو ته د لیک لوست د زده کولو په بدل کې خوراکي مواد ورکول کیږي.

د بدخشان ولایت د ارغنچخوا، وردوج، یفتل، تیشکان او واخان ولسوالیو یو شمیر میرمنو ته که له یو لوري د لیک لوست د زده کړې زمینه برابره شوې، له بله پلوه د لیک لوست د زده کولو په بدل کې خوراکي مواد هم تر لاسه کوي.

د بدخشان د ښځو چارو رییسه پوهنمل زوفنون وايي چې په یادو ولسوالیو کې یې د خوړو د نړیوال سازمان په همکارۍ ۹۰۰ ښځو ته د سواد زده کړې د کورسونو له لارې د لیک لوست د زده کړې زمینه برابره کړې چې په وینا یې دغو میرمنو ته هره میاشت د خوړو د نړیوال سازمان له لوري خوراکي مواد هم ورکول کیږي، چې په کې ۱۰۰ کیلو ګرامه غنم، مالګه، دال او غوړي هم شامل دي.

میرمن زوفنون وايي چې ښځو ته د زده کړو د زمینې برابرول د دوی د کاري لومړیتوبونو څخه دي.

"د ښځو باسواده کول زموږ په کاري لومړیتوبونو کې دي، څو هغوی په لیکلو او لوستلو وپوهیږي، دغې موخې ته د رسیدو په خاطر د ښځو چارو ریاست تر څنګ یو شمیر نورې موسسې هم په کار بوختې دي، چې په لړ کې یې د پوهنې او ښځو چارو ریاستونه په دې توانیدلی چې د خوړو د نړیوال سازمان په مرسته په ارغنچخوا، وردوج، یفتل، تیشکان او واخان ولسوالیو ۹۰۰ ښځو ته د سواد زده کړې کورسونه پیل کړي، چې د خوړو نړیوال سازمان دغو ښځو ته خوراکي مواد هم ورکوي"

نوموړې وايي چې د دې تر څنګ یې د بدخشان په اکثرو ولسوالیو کې په روان کال کې د یونسکو، یونسف او WFP په مرسته د سواد زده کړې ۶۴۰ کورسونه جوړ کړي چې په وینا یې په مجموعي ډول ترې د دغه ولایت ۱۶۴۰۰ ښځې برخمنې شوي دي.

میرمن زوفنون وايي چې د دغه ولایت په لرو پرتو ولسوالیو کې یې د سواد زده کړې د کورسونو د جوړولو موخه د یاد ولایت د ښځو د تعلیمې سطحې لوړل دي.

"موږ هڅه کوو په هغو سیمو کې چې تر اوسه ورته پاملرنه نه ده شوې خلک سواد زده کړې ته وهڅوو، چې په دې کار سره به یو توازن هم رامنځ ته شي او هغوی ته به ګټه هم ورسي"

یو شمیر نالوستې ښځې چې د سواد زده کړې په دغو کورسونو کې یې لیک لوست زده کړې د ورته کورسونو جوړیدل د نا لوستو ښځو لپاره ګټور بولي او وايي چې د سواد زده کړې د دغو کورسونو له لارې ښځې له یوې خوا لیک لوست زده کوي او له بل لوري خوراکي مواد هم تر لاسه کوي چې د هغوی د بې وزلو کورنیو سره یو پر ځای اقتصادي مرسته ده.

بدخشۍ میرمنې د باسواده کیدو پر لور
بدخشۍ میرمنې د باسواده کیدو پر لور

۳۶ کلنه آمنه د فیض اباد د چتې د سیمې اوسیدونکې ده، هغه سره له دې چې پنځه اولادونه لري په دې توانیدلې چې د سواد زده کړې د کورس له لارې لیک لوست زده کړي. دا وايي د لیک لوست زده کړې ورته ډیره ګټه رسولې ده.

"کورس زیات ښه والي لري، لومړی دا چې دوه ماشومان مې ښوونځي ته ځي. ترهغې په سبقونو ښه نه پوهیدل کله چې ما په کورس کې ځان شامل کړ اوس ورسره زه په درسونو کې مرسته کوم، چې له امله یې خوشحاله یم. په دغو درې میاشتو کې مې ډیر شیان زده کړي، لیک لوست کولی شم که بازار ته لاړه شم د ډاکټر لوحه هم لوستی شم"

د بدخشان د ښځو چارو ریاست مسوولین وایي چې دوی کوښښ کوي تر څو د سواد زده کړې د دغو کورسونو له لارې په اجتماعي، دینی او روغتیايي برخو کې د ښځو د پوهاوي کچه لوړه کړي.

XS
SM
MD
LG