د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش مشر البغدادي په موصل کې پټ شویدی


د عراق پوځي استخبارتي اداره وایي چې د موصل ښار د بیرته نیولو د عملیاتو د پیل راهیسې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې مشر ابوبکر البغدادي او نور ملگري یې په تونلونو کې پټ شوي دي.

د عراق د ترهگرۍ سره د مبارزې د ادارې مشر جنرال فاضل برواري د موصل نه امریکا غږ ته په تیلیفون کې وویل " داسي معلومات یې تر لاسه کړي چې ابوبکر بغدادي او نږدې قوماندانان یې د ځمکې لاندې په جوړو شویو تونلونو کې پټ شویدي."

بغدادي په ٢٠١۴ کال کې په موصل کې خلافت اعلان کړ او د عراقي او کردي ځواکونو اساسي هدف دی.

کارپوهان پدې باور دي چې بغدادي په موصل کې د داعش لپاره ډیر کار کړی. داسې ویل کیږي چې د ملکي خلکو په خلاف د وحشي فعالیتونو رهبري او ټول دفاعي پلانونه د همدې ځای نه جوړیدل.

څه موده وړاندې د بغدادي د مړیني خبرونه هم خپاره شوي وو خو د ائتلافي ځواکونو استخباراتي چارواکي وایي چې هغه ژوندی دی او د موصل په ښار کې دننه موجود دی.

د کردستان یو جګپوړی چارواکی او د عراق د مالیې پخوانی وزیر هوشیار زباري د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې "د استخباراتي معلوماتو له مخې دا معلومه شویده چې بغدادي او فوزي علي نومیه چې د اسلامي دولت د چاودیدونکو موادو ماهر دی، په موصل کې دي."

ښاغلي زباري ویلي دي " تر اوسه مو دا ندي اوریدلي چې د داعش زیات شمیر مشران به د موصل نه وتلي وي"

XS
SM
MD
LG