د لاس رسي وړ اتصالات

د اختر په لومړۍ ورځ په بغلان کې خونړی ځانمرګی برید شوی


د اختر په لومړۍ ورځ په بغلان کې خونړی ځانمرګی برید شوی
د اختر په لومړۍ ورځ په بغلان کې خونړی ځانمرګی برید شوی

د افغانستان په شمال کې چارواکي واېي یو ځان مرگي برید کوونکي د دوه پولیسو په گډون اوه کسان وژلي او اولس نور یې ټپیان کړي دي. چارواکو ویلي برید کوونکي خپل ځان نن د لوی اختر په لمړۍ ورځ په داسی وخت کې چولې چې خلک په بغلان ولایت کې د اختر د لمونځ د ادا کولو وروسته د یو جومات نه د وتلو په حال کې وو.

د کورنیو چارو وزارت ویلی یو بل انتحاری بریدکوونکی له چاودنی وړاندی د پولیسو په ډزو ووژل شو. پدې اړوند سمدستي چا د پیښې مسولیت په ځان ندې منلې خو تردی مخکې طالبانو تل افغان چارواکي او امنیتي ځواکونه او همدا شان نړیوال ځواکونه په نښه کړي دي.

دا مرگ ژوبله له هغه وروسته کیږی چی د طالبانو فراری مشر، ملا محمد عمر، د لویی اختر په یوه پیغام کی خپلو جنگیالیو ته ویلی وه چی د ملکی خلکو له بی ځایه وژلو ډډه وکړی. په یو بل خبر کې ناټو ویلي د هغوئ یو سرتیری چې د شنبې په ورځ د هیواد په جنوب کې د یاغیانو په یو برید کې ټپي شوی و، مړ شو.

XS
SM
MD
LG