د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان کې په واده کې په یوه نښته کې۲۱تنه وژل شوي


په دې وروستیو میاشتو کې د بغلان ولایت یو شمیر سیمې د ناامنیو تر اغیز راغلي دي
په دې وروستیو میاشتو کې د بغلان ولایت یو شمیر سیمې د ناامنیو تر اغیز راغلي دي

د بغلان والي سلطان محمد عبادي وایي ددغه ولایت د ده صلاح په ولسوالۍ کې تیره شپه د واده په مراسمو کې د دوه پخوانیو قوماندانانو ترمنځ په نښته کې یوویشت تنه وژل شوي دي.

د ده صلاح ولسوالۍ د بغلان د ولایت د اندراب د سیمې پورې د مربوطو څلورو ولسوالیو له ډلې یوه ولسوالۍ ده.

چارواکي وایي دا پیښه تیره شپه د ده صلاح ولسوالۍ په شاساک نومې کلي کې د واده په مراسمو کې د دوه مخالفو پخوانیو وسله والو قوماندانانو تر منځ جګړه کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ده صلاح د امنیې قوماندان ګلستان امریکاغږ ته وویل چې د دغې ولسوالۍ له مرکز لرې په یوه کلي کې د واده مراسم و چې له مختلفو کلیو او بانډو ورته پخواني قوماندان هم له خپلو وسله والو سره راغلي وو.

هغه زیاته کړه چې دغو قوماندانانو په خپلو منځونو کې پخواني اختلافات هم لرل، تر منځ یې په څه خبره لفظي شخړه تر وسله والې جګړې ورسیده او په نتیجه کې یې ۲۰ تنه ځای پر ځای ووژل شول.

هغه وویل چې ۱۰ تنه په دغه جګړه کې ټپیان شوي وو چې د ټپيانو له جملې څخه یو تن د سخټو ټپونو له امله ساه ورکړه او ومړ.

د بغلان والي سلطان محمد عبادي مریکا غږ ته وویل چې د واده په مراسمو کې د هلکانو نڅاه پروګرام هم و، چې کیدای شي دا نښته د هلکانو په سرد پخوانیو قوماندنانو ترمنځ د اختلاف له امله پیښه شوې وې.

د واده په مراسمو کې دغه جګړه تیره شپه یولس بجې رامنځ ته شوی ده، د بغلان والي وایي چې سیمې ته یې د څیړنې لپاره هییت او امنیتي قواوې لیږلي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG