د لاس رسي وړ اتصالات

جنګونو په پلخمري کې زرګونه کورنۍ بې ځایه کړي


د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین تقریبا پنځه زره کورنۍ د روانې جګړې له امله بې ځایه شوي دي.
د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین تقریبا پنځه زره کورنۍ د روانې جګړې له امله بې ځایه شوي دي.

د پلخمري د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین د هغو سیمو اوسیدونکي چې په کلیو کې يې جګړه روانه ده له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي یو شمیر کورنیو یې په پلخمري کې په کرایه کورونه نیولي او زیات شمیر نور یې له جګړې لرې د خپلوانو او دوستانو په کورونو کې اوسیږي.

په هغه سیمه کې چې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ ډزې تبادله کیږي هیڅ کور کې یې اوسیدونکي نه دي پاتي، د غه سیمه چې اوس په کې جګړه دوام لري د بغلان زراعتي ځمکې دي، د سیمې بې ځایه شوي خلک وايي چې له دوي څخه له دې پرته چې ډک کورونه یې پریښې زراعت او کاروبار هم پاتي دی.

دهقانان په دې موسم کې غنم کري، د خټکیو او پنبې لپاره ځمکې جوړوي، د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین تقریبا پنځه زره کورنۍ د روانې جګړې له امله بې ځایه شوي دي.

د ډنډ خروټو د کلي یو تن اوسیدونکی عبدالرحمن د جګړې او د خپلې کورنۍ د بې ځایه کیدو په اړه وايي: " په کلې کې جګړه وه هاوانونه راتلل نو د جګړې له امله ښار ته راغلو، دلته په کرایه کور کې اوسیږو."

هغه وايي چې دوي ته د جګړو له امله مالي زیان اوښتې خو د ځاني زیانونو په خاطر یې له سیمې کډه کړې او اوس مهال د پلخمري په ښار کې اوسیږي " په دغه جګړه کې د خلکو کورونه ړنګ شوي او د ځینو کورنیو غړي هم مړه شوي خو زمونږ د کورنۍ خلکو ته ځاني زیان نه دی اوښتې."

د ډنډ د سیمې د یوې کورنۍ ماشومه مدینه وايي چې د جګړې له ویرې یې کډه کړې او چې ډزې به کیدې دوی به ویریدل نو ځکه یې پلار ورته په پلخمري کې کور کرایه کړی، خو دلته هم له ستونزو سره مخ دي، هغه وايي: "توپونه راغلل زمونږ کورونه چپه شول نو دلته راغلو واو حویلۍ مو ونیوله، زمونږ کورنۍ هم غټه ده نیم په تندورخانه کې ویده کیږو."

د بغلان ډنډشهاب الدین او ډنډ غوري تر منځ د مزارشریف لویه لار سرحد دی دغه لار هم د روانو جګړو له امله ناامنه شوې ده، هغه وخت چې کندوز سقوط کړی و د مزارشریف پر لویه لار د چشمه شیر په سیمه کې به د دولت مخالفو وسله والو تالاشي کوله.

څه موده وړاندې د ډنډ دقومي مشرانو په منځګړیتوب په سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ پر یو بل د برید نه کولو ژمنه هم شوې وه.

رحمت الله لس کلن ماشوم دی هغه وايي چې د کلي ژوند یې خوندور دی، خو په جګړه کې خلک مړه کیږي، نو ځکه له کوره وتلي دي : "جنګ دی کلي ته نه شو تللی، په درې زره افغانۍ مو کور په کرایه نیولی له دې ځایه مو خپل کور ښه دی خو جنګ دی څنګه لاړ شو هلته کورونه چپه کیږي او خلک مړه کیږي."

یوه میرمن چې له ډنډ غوري څخه بې ځایه شوې ده له خپلې کورنۍ سره په پلخمري ښار کې د خپلوانو په کور کې اوسیږي:

" له ډنډ غوري څخه راغلي یو، د تالاشۍ په سیمه کې د خپلوانو کره اوسیږو، لس دولس تنه یو تر اوسه راسره مرسته نه ده شوې خو له دولت څخه غواړو چې امنیت راولي."

هغه وايي چې ددوي د کور ټول وسایل په کلي کې پاتې دي: " د کور هیڅ شی مو له ځان سره نه دي راوړی، یوازې جامې مو له ځانه سره راوړي دی، سهار مو چای نه دی څښلې دا زمونږ وضعیت دی."

په بغلان کې د ملي اردو او پولیسو د عملیاتو په وخت کې د دولت مخالفو وسله والو په سمیه کې د بریښنا هغه لوی پايې د ماینونو په ذریعه وغورځولې چې کابل ته د ازبکستان تجارتي بریښنا لیږدوي ددغو پایو د بیا ترممیم لپاره د سیمې د امنیت کولو په موخه د ځانګړو ځواکونو قواوې لیږل شوي دي. ددغو ځانګړو قواو د لومړۍ لواء قوماندان امان الله مبین وايي چې مخالفینو غوښتل د مزارشریف لار بنده کړي خو دوي یې د عملیاتو په ترڅ کې مخه نیولې ده:

" مخالفینو غوښتل د بغلان او مزارشریف لار بنده کړي، او له ازبکستان څخه د واریدې شوې بریښنا پايې یې تخریب کړي دي."

مبین زیاتوي چې په جګړو کې عامو خلکو ته د تلفاتو د مخنیوي په موخه دوي په تکتیکي شکل عملیات کوي ، " مونږ د هیواد له لرې سیمو بغلان ته د عملیاتو لپاره راغلي یو، زمونږ هدف همدا دی چې د بریښنا لویدلې پايي بیا ترمیم شي په څو ورځو کې به ټول کارونه سم شي او پايي به بیا ورغول شي."

تیره شپه افغان ځانګړو قواو ځانونه هغې سیمې ته رسولي چې له ازبکستان څخه د واریدې شوې بریښنا پایه په کې تخریب شوې ده.

چاوراکي او د سیمې خلک وايې چې افغان ځواکونه مخکې تللي او په نزدې ورځو کې به د بریښنا تخریب شوې پایه بیا ترمیم کړي.

په بغلان کې د خورشید ۲۰ په نامه دغه عملیات تقریبا شل ورځې وړاندې پیل شوي وو خو بیګا شپه افغان ځواکونو په سیمه کې پرمختګ کړې او د جګړې لومړۍ کرښه یې ماته کړې ده.

XS
SM
MD
LG