د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په بغلان کې د ٦ پولیسو سرونه غوڅ کړي


طالبانو په بغلان کې د ٦ پولیسو سرونه غوڅ کړي
طالبانو په بغلان کې د ٦ پولیسو سرونه غوڅ کړي

په افغانستان کې د ناټو قواوې وايي د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې طالبانو د شپږو افغان پولیسانو سرونه قلم کړي دي.

د ناټو یوه اعلامیه چې نن خپره شوې ده وايي دغه پیښه پرون د سه شنبې په ورځ د بغلان د ولایت د دهنه غوري په ولسوالۍ کې په یوه ښوونځي او کلنیک باندې د حملې په وخت وشوه.

ناتو وویل کله چې طالبانو په دهنه غوري کې د حکومت په ودانۍ باندې برید وکړ نو پولیسو حمله په شاه وتمبوله خو طالبانو د پولیسو یوه پوسته ونیوله او شپږ پولیسان یې ووژل.

ناتو دغه حمله غندلی ده او وايي چې یوه وحشیانه او بې رحمه حمله وه.

له بلې خوا نن د افغانستان د دفاع وزارت وویل چې د سه شنبې په ورځ د یوې لفظي شخړې وروسته یوه افغان عسکر مزار شریف ته نژدې د شاهین په عسکري کمپ کې په امریکایانو باندې ډزې وکړې.

نوموړی عسکر په خپله هم وژل شوی دی.

ناتو وايي چې پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې عسکرو د وسلو د استعمال تمرینونه کول.

کوم افغان عسکر چې دغه حمله یې وکړه د امریکايي قواوو سره یې افغاني عسکرو ته نظامي روزنه ورکوله.

ناټو وویل چې د ناتو او افغان پوځ یو مشترکه ډله به په دې اړه تحقیقات وکړي.

افغاني قواوې د خارجي عسکرو سره یو ځای نظامي روزنه حاصلوي ترڅو وکولی شي د خپل هیواد د امنیت د ساتلو وظیفه په غاړه واخلي.

له بلی خوا ناتو ووېل چه ېو عسکر ېې دافغانستان په جنوب کې د بم په چاودنه کې وژل شوی دی. او نن د استرالیا د دفاع وزارت ومنله چې د قندهار ښار سره نژدې د ناتو په یوه پوځي اډه باندې طالبانو د دوشنبې په ورځ ناوخته د راکټونو ډزې کړي دي.

د استرالیا د دفاع وزارت وايي د اډې هغه برخې ته لږ تاوان ورسیده چې د استرالیا عسکر پکې پراته دي، مگر کوم عسکر یې مړ یا زخمي شوی نه دی.

XS
SM
MD
LG