د لاس رسي وړ اتصالات

د بغلان ډیرې للمي ځمکې آبي شوې


د بغلان ډیرې للمي ځمکې آبي شوې
د بغلان ډیرې للمي ځمکې آبي شوې

دلته د زاړه بغلان په سیمه کې په هغه لوی سیند د خړو اوبو شور دی چې د هندوکش له غرونو سرچینه اخلي ددغه سیند د لوی بند د پلنو پلنو پایو او دروازو ترمینځ د اوبو د جریان شور تر لرې ساحې اوریدل کیږي. د پخوا په پرتله د اوبو اندازه هم زیاته ده.

خدایداد د منګل اکا د کلي اوسیدونکی او د لوی نهر میراو چې ددغه بند په ذریعه یې اوبه له سیند نه بیلی شوي دي وایې چې د دوی په سیمه کې ددغه بند په جوړیدو سره تقریبا څلورزره جریبه للمي ځمکه ابي شوه او اوس د هغوی خلک چې پخوا به یې ځمکو ته اوبه نه رسیدې خپل فصلونه له دغه نهر څخه خړوبوي.

خدایداد وایې چې ددغه بند په جوړیدو سره د زیات شمیر دهقانانو په ژوند کې تغیر راغلی. که پخوا به د للمي ځمکو دهقانانو له یو جریب ځمکې څخه پنځه سوه افغانۍ عاید درلود اوس هغوی له یو جریب ځمکې څخه تقریبا یو فصل کې په اوسط ډول تر پنځه زرو افغانیو عاید تر لاسه کولی شي.

د زراعتي ځمکو له محصولاتو څخه ترلاسه کیدونکی عاید د دهقان په خوارۍ او زحمت پورې هم تړلې دی. خدایداد ددغه بند د جوړیدو په اړه زیاتوي:

"ددې بند نه تقریبا اتیا زره جریبه ځمکه خړوبوبیږي، په هغه ځمکو کې چې پخوا شولې نه کیدې اوس په هغه کې هم شولې کرل کیږي. د فراهیانو له نهر څخه له دې لوی نهر نه بیلیږي دوه زره جریبه ځمکه خړوبویږي او یو بل نهر چې قزاقسای نومیږي له دې لوی نهر نه اوبه اخلي او له هغې هم تقریبا دوه زره جریبه ځمکه خړوبیږي"

خدایداد چې د ابقول د لوی نهر میراو دی وایې چې پخوا به دوی په خپله خپل نهرونه کیندل او خلکو به خپلو ځمکو ته اوبه رسولې خو اوس خلک په دې تمه وي چې موسسات به یې ورته نهرونه وکیني:

"اوس خلک بد اموخته شوي که خارجي موسسات ورته کار ونه کړي دوی کرار پراته وي او دې ته ګوري چې څوک به ورته ډوډۍ په خوله کې ورکوي. مخکې له انقلابه به دغه نهرونه زمونږ پلرونو په خپله کیندل خو اوس ټول خلک په دې تمه وي چې د پلاني نهر پروژه موسسې اخیستې زمونږ نهر دې هم وکیني او کرار ناست وي"

د اوبو د تنظیم د موسسې یو تن مامور چې ددغه بند د جوړیدو کارونه یې پر مخ بیول او د پروژې تر څنګ یې د اوسیدو لپاره څو خونې جوړې کړې وې، ویل چې دوی د تیر یو کال نه زیاته موده کې په جنګونو او جګړو کې هم ددغه بند د جوړیدو لپاره په سیمه کې پراته وو، هغه ددغه بند په اړه وایې:

"دغه پروژه د ابقول د بند په نامه ده تر څو چې په سیند کې اوبه وي ددغې سیمې خلک کولی شي خپلو فصلونو ته اوبه ورسوي او دغه بند د څوارلس سوه زرو ډالرو په لګښت جوړ شوی دی. ددغه بند د جوړیدو وخت یو کال و خو د اوبو د زیاتیدو له امله یې کار تر دریو کالو پورې اوږد شو"

سږ کال د هغو سیمو بزګران چې د ابقول له نهر نه یې ځمکې خړوبیدې د خپلو ځمکو له حاصلاتو راضي وو هغوی ویل چې دهقانان خواري وکړي او اوبه پریمانه وي نو ددوی ځمکې سره زر زرغونوي.

دغه دهقانان په دې هیله دي چې یو وخت به یې ژوند بدل شي او د زراعتي سهولتونو او تخنکونو سره به یې د ځمکو د حاصلاتو د زیاتوالي تر څنګ سیمه هم پرمختګ وکړي او ارامه به وي.

XS
SM
MD
LG