د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکل شوي کمیسون د بګرام د زندان په هکله سختې نیوکې کړي


ټاکل شوي کمیسون د بګرام د زندان په هکله سختې نیوکې کړي
ټاکل شوي کمیسون د بګرام د زندان په هکله سختې نیوکې کړي

یوه کمیسیون چي د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي له خوا ټاکل شوی، د هغه زندان په هکله یې چې د امریکا تر کنټرول لاندي دی، سخت انتقادونه کړي دي.

په هغه رپوټ کي چي نن د شنبې په ورځ مطبوعاتو ته ورکړه شوی، کمیسیون امریکا په دې غندلې ده چي د بگرام هوایي اډې ته نژدې یې د زندان د بندیانو حقوق تر پښو لاندي کړي او هغوي ته یې شکنجې ورکړي دي.

په رپوټ کې د ځینو پېښو په اړه یوڅه توضیحات ورکړه شوي دي. خو د کمیسیون غړي ( محمد امین احمدي ) خبریالانو ته وویل چي بندیان یو لړ شکایتونه لري چي په کې دا شکایت هم شامل دی چي وایي د گاز په استعمال سره شکنجې ورکړه شوي وې، خو دا موقع نه ده ورکړه شوې چي ددې د پاره مدافع وکیل ونیسي. هغه وویل چي ځینو بندیانو دا شکایت هم کړی چي دوي که څه هم چي د هغو تورونو نه پاک شوي دي چي پر لگیدلي وو، خو تر اوسه لا په بند کي شپې ورځي تیروي.

د کمیسیون رئیس ( گل رحمن قاضي ) د امریکا نه وغوښتل چي ددې زندان کنټرول دي سمدستي د افغانستان حکومت ته وسپاري، چي دا غوښتنه ولسمشر کرزي هم کړې ده.

په کابل کي د امریکا د سفارت یوه نطاق پرون اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ته وویل چې امریکایي چارواکو ته ددغه کمیسیون رپوټ یوازي وروسته له هغه ورسید چي د کمیسون غړو د مطبوعاتو سره خبري وکړې. هغه وویل چي امریکا په بندیانو باندي د تیریو د ټولو تورونو په اړه تحقیقات کوي.

XS
SM
MD
LG