د لاس رسي وړ اتصالات

د بګرام د زندان څخه ۴۰ تنه بندیان آزاد شوي


آرشیف

آرشیف

د پروان له بګرام زندان څخه د خوست څلوېښت تنه بنديان خوشي او نن په دې ولايت کې خپلو خپلوانو ته وسپارل شول. چارواکي وايي، چې ټاکل شوې نور بنديان هم ډېر ژر راخوشي شي.

په بګرام کې د امريکايي ځواکونو له زندان څخه څلوېښت خوستي بنديان خوشي او د دوو چورلکو په وسيله خوست ته راانتقال او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خپلو خپلوانو ته وسپارل شول.

په افغانستان کې د نظامي پوليسو د عمومي قوماندانۍ مرستيال جنرال مرجان په يادو شويو مراسمو کې خبريالانو ته وويل، چې دغه څلوېښت تنه افغانان له طالبانو سره د ملګرتوب او په جګړو کې د لاس درلودلو په شک د نړيوالو قوتونو له لوري نيول شوي او په بګرام کې بنديان وو.
هغه زياته کړه، دغه راخوشي شوي کسان د بګرام زندان د هغو شپږو سوو راخوشي کيدونکو زندانيانو له جملې څخه دي، چې ټاکل شوې په دې څو ورځو کې يې پړاو تکميل شي.،،نن په دغو مراسمو کې تاسو وليدل، چې د بګرام له زندان څخه څلوېښت تنه زندانيان د چورلکو په وسيله راوړل شول او د قضا په حکم راخوشي شوي دي،،.

په دغو راخوشي شويو بنديانو کې ځوانان، تور ږيري او سپين ږيري شامل دي، چې له يو نيم کال څخه تر شپږو کلونو پورې يې د بند موده تېره کړې ده. د خوست د سولې د شورا مشر مولوي حنيف شاه وايي، دغه کسان د شک پر بنياد نيول شوي، چې په زندان کې د تحقيقاتو په ترڅ کې په کوم جرم مرتکب ندي پېژندل شوي دي. ،،د سولې د عالي شورا په هڅو د دوی اسناد څېړل شوي، چې په ترڅ کې يې بې ګناه ثابت شوي دي او دوی څلوېښت کسان دي،،.

مولوي محمدسليم، چې اوس شپږ دېرش کاله عمر لري او د بګرام په زندان کې يې څه باندې څلور کاله تېر کړي، وايي، پرته له دې، چې کوم جرم يې ثابت شي، په زندان کې ساتل شوی دی.هغه په دې برخه کې داسې وايي: ،،زه د سيدخېلو په مدرسه کې مدرس او د خپل کلي ملا امام وم، زه نيول شوی او څلور کاله او دوه مياشتې په بګرام کې بندي وم، د ټول قوم څخه زما پوښتنه کولای شئ، ما په مدرسه کې تدريس کاوه او په ژمي کې به مې په غره کې لرګي وهل. له ما څخه، چې امريکايانو هر څومره تحقيقات کړي، هغوی راته ويلي، چې ستا په باره کې موږ څه نشو ويلای،،.

دا مهال د ګوانتانامو، بګرام، څرخي پله او د خوست په زندانونو كې د هغو زندانيانو شمېر سلګونو كسانو ته رسېږي، چې د دې ولايت له مختلفو سيمو څخه د چاڼيزو عملياتو او پلټنو په ترڅ كې د حكومت د وسله والو مخالفينو سره د ملګرتوب په تور او يا هم د مخامخ جګړو پرمهال په ټپي يا روغ حالت کې نيول شوي او زنداني شوي دي.

د خوست والي عبدالجبارنعيمي وايي، چې د پروان د بګرام په زندان كې خوست تر بل هر ولايت زيات بنديان لري او د ده په وينا ډيرى يې بې ګناه او ياد د شخصي تربګنيو پر بنسټ نيول شوي.

په يادو شويو كسانو كې د مختلفو سيمو اوسيدونكي د مختلفو كسبونو خاوندان او د مختلفو عمرونو كسان، معيوبين او حتی سپين ږيري هم شامل دي.

ابراهیم رحیمي- خوست
XS
SM
MD
LG