د لاس رسي وړ اتصالات

بحرین کې د حکومت مخالف مشران نیول شوي


بحرین کې د حکومت مخالف مشران نیول شوي
بحرین کې د حکومت مخالف مشران نیول شوي

د بحرین په پارلمان کې د حکومت مخالفان وايي چې حکومتی چارواکېو د پارلمان ٦ تنه د حکومت مخالف غړي نیولي دي.

پرون د بحرین پوځ یوه مرگانۍ حمله وکړه او په وچ زور یې د مانامه د پیرل څلور لاري نه د دیموکراسۍ طرفدار مظاهره کوونکي وشړل.

په پارلمان کې د بحرېن د شېعه گانو مشر حسن موشاېمه، د وعد گوند مشر، ابراهیم شریف، او یو بل غړی عبدالوهاد په نیول شوو ٦ کسانو کی شامل دي. خو تر اوسه پورې دا خبره ښه څرگنده نه ده چې د بحرېن حکومت دغه کسان په کوم جرم ونیول.

په مانامه کی د روغتون ډاکترانو او د حکومت مخالفو سرچینو وویل چې پرون د پېرل په میدان کې په مظاهره کوونکو باندې د بحرین د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ٥ کسان وژل شوي دي. امنیتي ځواکونو د مظاهره کوونکو خیمې وسوځولې او ویې شړل.

بل خوا، د ملگرو ملتونو د بشري حقوقو د کمیسون رییسې ناوي پېلې د بحرین په حکومت باندې له دې امله ډیر سخت انتقاد وکړ چې پوځ یې روغتونونه په وچ زور قبضه کړي دي. هغی وویل چې د حکومت او پوځ دا اقدام یو غیر قانوني او بوږنونکې عمل دی.

میرمن پېلې وايي چې ملگرو ملتونو ته په دې اړه د بحرین نه ډیر راپورونه رسېدلي دي چې مظاهره کوونکي او د روغتونونو ډاکتران نیول کېږي او وهل کیږي.

د بحرین پاچا بیړنی حالت اعلان کړی دی او غواړي چې زر تر زره د شیعه گانو اوسنی پاڅون پای ته ورسیږي.

پاچا حماد بن عسی الخلیفه د پوځ عمومي قوماندان ته امر وکړ چې ددغو کسانو پر خلاف دې پوځ لازم اقدامات وکړي، ځکه چې د پاچا په وینا هغوی عام ډاروي.

په بحرین کې اوسنی پاڅون شیعه گانو شروع کړی دی او په ملک کې سیاسی اصلاحات او د موجوده شاهي کورنۍ د واکمنئ ختمول غواړي.

XS
SM
MD
LG