د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: په بحرېن کې نظامي مداخله د منلو وړ نده


د سعودي دغه نظامي قواوې پروان بحرین ته ورغلې
د سعودي دغه نظامي قواوې پروان بحرین ته ورغلې

په بحرېن کې د مظاهرو له امله د حکومت له خوانه ددری مېاشتو لپاره بېړڼي حآلات اعلان شوېدي.

تقرېبا دوه اونی به کېږی چی په بحرېن کې دحکومت خلاف د شېعه اکثرېت له خوا نه ددغه سنی حکومت خلاف مظآهری روانی دی.

دولتی تلوېزېون د سه شنبی په ورځ ووېل چې باچا د بحرېن د قواو قوماندان ته امر وکړ چې د هېواد دامنېتی د ثبات دساتلو لپاره ټول ضروری اقدامات وکاندی.

داېران له خوانه دغه انتقاد ېوه ورځ وروسته له هغه نه وشو چې سعودی عربستان خپلې قواوی د خلېج دغه کوچنی هېوادته ولېږلی چې دسنی اقلېت پاچهۍ سره خپل ملاتړ څرگند کړی.

رپوټ وایی چې د سعودی عربستان زرتنه عسکر او تقرېبا 500 پولېس دمتحده عربی اماراتو له لاری بحرېن ته ولاړلی . رپوټ وايی چی د سعودی حکومت د بحرېن دهغی غوښتنی په وړاندی داکار وکړ چې هغوی دمرستی لپاره کړی وه. دهغوی وظېفه د حکومت د ودانېو ساتنه وی.

رپوټ وايی چې په بحرېن کې له څو اونېوراهېسی مظاهری روانی دی او په دې کې اکثرېت دشېعه مذهب خلک لاس لري. رپوټ داهم وايی چې شېعه گان په بحرېن کې اکثرېت دی.

بحرېن د خلېج د شپږ و ملکونو سره امنېتی تړون لري چې د خلېج تعاون د شوری په نامه ېادېږی. خو دامعلومه نده چې ددغی شوری نور غړی هېوادونه لکه عمان ، کوېټ او قطر به بحرېن ته قواوی ولېږی او که نه.

دامرېکا د بهرنېو چارو وازت د سه شنبی په ورځ خپل اتباعو ته دسفر کولو په برخه کې خبرداری ورکړ اوهغه امرېکاېان چې هلته اوسېږی هغوی ته سلا ورکړله چې له بحرېن نه په وتلو باندی فکر وکړی.

په دغه خبرداری کې داهم وېل شوېدی چې دامرېکا اتباع له ټولو مظاهرو نه ډډ ه وکړی ځکه چې داکار مرگ ژوبله اوتشدد زېاتولی شی.

XS
SM
MD
LG