د لاس رسي وړ اتصالات

د بحرین پوځ د مظاهره کونکو سره نښتې وکړې


د بحرین پوځ د مظاهره کونکو سره نښتې وکړې

د بحرین پوځ د مظاهره کونکو سره نښتې وکړې

نن دبحرېن پوځ په هغو مظاهره کوونکو ډزې وکړې چې غوښتل ېې په مانامه کې ېوه مېدان ته راستانه شي. دغو خلکو دحکومت له خوا پر مظاهرو باندې د لگول شوو بندېزونو باوجود کوښښ کاوه چې په مېدان کې راغونډ شي.

عېني شاهدان واېې چې عسکرو دېوه الوتکې نه ډزې وکړې. په عین حال کې دروغتون ډاکتران واېې چې دغو خلکو ته ډېر زېات تلفات ور اوښتلي دي.

دغه پېښه په داسي حال کې وشوه چې د مانامه په شاوخوا کلېو کې په زرهاو غم ځپلو خلکو، چې اکثرېت ېې شېعه گان دي، دهغو کسانو د ښخولو په مراسموکې یې گډون کاوه چې دپنجشنبی په ورځ د بحرېن د حکومت پر ضد په مانامه کې د سختو مظاهرو په جرېان کې امنېتی ځواکونو وېشتلي وو.

دشېعه گانومشرانو دپولېسو حمله او دمظاهره کوونکو وژنې قتل عام بللی دی. دغو خلکو د سناېانوترمشرئ لاندې د موجوده حکومت د رانسکورولو لپاره شعارونه ورکول.

دجنازو دراپورته کولو پر وخت خلکو خپل غم او خپگان څرگندوه، دبحرېن دشاهي حکومت پرخلاف ېې شعارونه ورکول او د موجوده حکومت دسقوط او راپرزولو غوښتنه ېې کوله.٥ کسان په ډزو کې وژل شوي او ٢٣٠ تنه زخمېان شوی دي چې دځېنو حالت ډېرخراب دی.

اوس دا وېره موجود ده چې ډېر امکان لري چې دوژل شوو کسانو دجنازو راپورته کولو او خاورو ته ېې د ورسپارلو نه وروسته به دبحرېن دحکومت پرخلاف نور هم د مظاهره کوونکو قهر او غوضه راوپارېږي او تشدد به نور پراخ شي.

په عېن وخت کې نن دحکومت په سلگونو ملاتړ کوونکو چې جنډې ېې په لاس کې وې، په مانامه کې یې غونډه وکړه.

دبحرېن پوځ پرون په مانامه کی دامنېت ساتلو کنټرول په خپل لاس کې ونېوه او دخلکو په گرځېدلو باندی ېې بندېز لگولی دی.

دبحرېن دبهرنېو چارو وزېر شېخ خالد بن احمد الخلېفه دحکومت داقدام نه دفاع وکړه او وې وېل چې شېعه گان غواړي چې دهغه په وېنا هېواد په کورني جنگ کې ښکېل کړی.

XS
SM
MD
LG