د لاس رسي وړ اتصالات

باجوه: ټول پي ټي ایم نه خو ځینې غړې یې د نورو ملکونو نه تحریکیږي


د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوید باجوه ویلي دي چې د پښتون تحفط تحریک سره یې هیڅ ستونزه نشته خو ځینې کسان دې چې هغوي د نورو ملکونو نه کنټرول کیږي

جنرال باجوه وویل چې په پي ټي ایم کې ځینې عناصر د ترهگرۍ نه د اغیزمنو کسانو د احساساتو سره لوبې کوي او د خپلو اهدافو لپاره یې کاروي.

دغه څرگندونې د پاکستان د پوځ لوی درستیز په پیښور کې د محصلینو یوې غونډې ته په وینا کې کړیدي. هغه وویل پي ټي ایم چې په قبایلو کې د کومو مسایلو په اړه خبرې کوي، هغه مسایل موجود دي، خو ځینې عناصر داسې دي چې د هغو کسانو د جذباتو نه ناوړه استفاده کوي چې ترهگرۍ ځبلې دي.

جنرال باجوه وویل چې پوځ او د قبایلو انتظامیه د دغو مسایلو د حل لپاره پوره کوښښونه کوي خو هغه وویل چې ځینې کسان غواړي د هغوي کامیابۍ په ناکامیو کې بدلې کړي.

د یادونې وړ ده چې جنرال باجوه دا خبره پداسې وخت کې کړیده چې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور دوه ورځې مخکې پي ټي ایم ته خبرداری ورکړ چې د هغوي مهلت ختم شویدی او اوس به د هغوي ضد اقدامات وکړي.

د ځینو کارپوهانو په وینا د جنرال غفور د خبرو برعکس د پوځ د مشر دغه بیان یو څه نرم و ځکه هغه وویل چې د پي ټي ایم سره ستونزه نه لري.

جنرال غفور ویلي و چې پي ټي ایم ته د افغانستان او هند استخباراتي ادارې پیسې ورکوي چې دغه تورونه د پښتون تحریک مشرانو رد کړیدي.

XS
SM
MD
LG